دوه ساعته وروسته به ولسمشر کرزی ولسي جرګه پرانیزي


له درې میاشتني ځنډ او ستونزو وروسته ولسمشر کرزی دامریکا او یوناما دفشار په پایله کې دېته چمتو شو ،چې نن چهارشنبه دافغانستان ولسي جرګه پرانیزي .
دشنونکو له انده دا پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې وې ځکه حکومت اړ شو ،چې دسپیناوې په موخه ورته ځانګړې محکمه جوړه کړي دهمدې محکمې دوینا له مخې نن ،چې کومه ولسي جرګه پرانېستل کیږي په دې کې 50 داسې وکیلان دي ،چې ددرغلیو او بډو پر مټ ېې ولسي جرګې ته لار موندلې ده .
نږدې 15000 پولیس او پوځیان مکلف شوې دي ،چې نن ورځ دولسي جرګې ودانۍ ته څیرمه امینت خوندي کړي .