غزل

غزل 
 نا ممکنه ده چې ګران ته غاړې وځم
تنهایۍ کې اکثــر ځان ته غاړې وځم

مُنزوي یم د بـــې کیفه ژوند د لاسه
مجبوري ده چې هجران ته غاړې وځم

د ماحؤل کثیفو خلکو ته چې ګؤرم
راشم ځان ته خپل وجدان ته غاړې وځم

طبعیت مي رانه مه پوښته ملګریه!
زه له ستونځو ډک جهان ته غاړې وځم

رُباعي، غزل، داستان سره مي کار دی
شاعري کوم دېوان ته غاړې وځم

زه له تریخ ژوندونه هم خؤندونه اخلم
زه تیاره، تیاره زندان ته غاړې وځم

ژوندی لاش یمه د ژوند پر دښته پروت یم
که مړ نه شوم دانش جان ته غاړې وځم