خوست دې د تاريخ په پاڼو کې ولوستل شي؛ پر عام ولس يې ډز توجيه کېدای نه شي 

تېره ورځ خوست ولايت کې سبزۍ خرڅونکو د دغه ولايت د ښاروالۍ د يوې وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د ښار په مرکزي برخه، سرګردان چوک کې لاريون کړی وو. خوست ښاروالۍ پرېکړه کړې وه، چې د ترکارۍ خرڅونکو اوسنۍ هټۍ به يو بل ځای ته ولېږدوي خو هټۍ والو ته دغه پرېکړه د منلو نه وه او  غبرګون کې يې سوله ييز لاريون وکړ.  

د پېښې عيني شاهدان، ځيني خوست ښاريان او پر ټولنیزو رسنيو د پرونۍ پېښې انعکاس کوونکي وايي، چې د ا.ا ځواکونو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې چې له امله يې شپږو کسانو ته مرګ - ژوبله اوښتې؛ درې کسان وژل شوي او درې په کې ټپيان شوي دي. له بلې خوا، خوست امنيه قومندانۍ هم پر ولسي وګړو او لاريون والو د دوی د ځواکونو  ډزې تائيدوي او د مرګ - ژوبلې پخلی کوي. 

د خوست امنيه قومندانۍ وياند رسنيو ته ويلي دي، چې د امنيتي کسانو له منځه يې څو تنو پر لاريون والو هوايي ډزې کړې دي او د دغه ډزو له امله دوه کسانو ته مرګ  -  ژوبله اوښتې ده؛ يو وژل شوی او يو بل په کې ټپي شوی دی. د امنيه قومندانۍ وياند ويلي چې ټپي او وژل شوی کس لاريون وال نه بلکې ښار کې د بامونو پر سر د لاريون ننداره کوونکي وو، چې پر هوايي ډزو لګېدلي دي. د خوست امنيه قومندان وياند مستغفر ګربز وايي، د پېښې تر سره کوونکي هماغه مهال نېول شوي دي او قضايي او عدليي ادارو ته سپارل شوي دي.  نن پر ټولينزو رسنيو داسې خبرونه هم خپاره شول، چې خوست کې د قربانيانو د کورنيو ننواتې شوې او ډز کوونکي يې نېولي دي. 

دا چې ياده مرګ - ژوبله شپږ کسان دي او که دوه؛ درې وژل شوي او که يو؛ مخامخ وېشتل شوي او که په هوايي ډزو لګېدلي دي؛  لاريون وال دي او که د لاريون ننداره کوونکي، خو حقيقت دا دی چې تېره ورځ خوست کې ولسي وګړي  د حکومتي کسانو په ډزو وژل او ټپيان شوي دي.

که چېرې په دې تېرو نېږدې شپږو مياشتو کې وګورو، د ا.ا د مشرانو د څرګندونو او د جنګياليو د کړنو ترمنځ يې توپير ښکاري؛ مشران د عمومي عفوې پر بشپړ پلي کېدو ټېنګار کوي، خلکو  سره د ښه سلوک او چلند لارښوونه کوي او د ولس  د زړونو د لاس ته راوړنې وايي؛  خو بيا دا څومه پېښه ده، چې د ا.ا پوځيان په قصدي ډول او يا تېروتنې د تېر نظام خلک ځوروي، د خلکو پر ګڼه - ګوڼه او لاريون ډزې کوي، خلک فزيکي وهي - ټکوي. مياشتې وړاندې کابل کې د يو ننګرهاري ځوان وژل  کېدل چې له امنيتي پوستې تېر شوی وو، د لغمان پېښه، د کابل لوېديځ برچي دښتې سيمه کې د يوې ځوانۍ جينۍ وېشتل، پنجشېر ولايت کې د يو ځوان وژل کېدل، تېره شپه د غلو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د مرتضی ابراهيمي په نوم د يو ځوان وژل کېدل، د خوست پارونۍ پېښه او ورته ځينې نورې پېښې.

دا ډول پېښې به يا د نه تجربې پر بنسټ کېږي او يا هم د ځينو کسانو د خپلسرۍ؛ دوام به يې ولس له ا.ا ډېر لېرې کړي. د ا.ا مشران يې هم يادونه کوي، چې په شل کاله مبارزې کې همدې ولس دوی سره د خولې شوخند نيم کړی او واک ته رسېدو سره يې هم د دوی هرکلی کړی؛  خو بيا هم، که پر يو او بل نوم ولس داسې وژل کېږي، د زغم به نه وي. 

د خوست د تېرې ورځې پېښه بايد په پوره دقيق ډول وڅېړل شي او پايلي يې د خوستي ولسونو سره شريکې شي. د خوست خلکو ځانګړنې که د تاريخ په پاڼو کې ولوستل شي، حکومت جوړونکي او حکومت چپه کېدونکي خلک يې دي. هلته يوه ژبه، يو کلتور او يو پښتون قوم دی. خوست کې قومي او ولسي اصول کلک او سخت دي. د انګلېس افغان له جګړو نېولې بيا د بچه سقاو له خوا د کابل نېونې او د لويې پکتيا د ولسونو له خوا د کابل خپلواکۍ،  د شوروي پوځيانو پر وړاندې مبارزه کې، تېرو شلو کالونو کې ولسمشرېزو ټاکنو کې په غوڅ اکثريت يو نوماند ته د خوستيانو رايه او نور پېښې دا ښيي، چې د خوستيانو يووالی ټېنګ دی او هلته خبره د ولسونو له خولې ده؛ خوستيان هم ملاتړ او هم سرکشي، وروستۍ پايلې ته رسوي.

د خوست خلک په دې تېرو ۴۳ کالونو کې د نورو ولايتونو د خلکو په څېر حکومتونو کې په سترو څوکيو نه دي پاتي شوي او نه هم غوړ دولتي امتيازونه ورکړل شوي دي، خو له حکومتونو ملاتړ هم د سر په بيه کوي او که بيا د يو چا پر خلاف هم راپورته کېږي، نو له سره تېره مبارزه کوي او کلکه ولسي مخېنه لري. 

نه يوازې خوست، د افغانستان ۳۴ ولایتونه او خلک يې جګړو او ناخوالو ځپلي دي. طاـلبان اوس د حکومت واکي په لاس کې لري، همدوی دي چې د ولس د ساتنې مسووليت هم ور تر غاړې دی. د حکومت مسووليت او وجيبه ده، چې له هرې ستونزې، ناامنۍ او ناخوالي ولس خوندي کړي؛ هغه  که له بهره وي، هغه کې شخصي دښمني وي او په کوم بل ډول. ولس د يو ټولنير تړون پر بنسټ حکومت سره  بيعت کړی او په مقابل کې له حکومته د سر او مال ساتنې غوښتنه لري. ډېره دردونکې خبره هغه مهال وي، چې په خپله د حکومت خلک چې ملت ته د مهربانه پلار حثيت لري په خپل ولس پسې تورې وباسي. د خوست د پېښې په څېر نورو پېښو کې څوګ د فرد او ځانګړي کس نوم نه اخلي، يا به طاـلبان وايي، يا به حکومت ښيي، يا به د ا.ا نوم اخلي او يا د امنيتي ځواکونو په نوم دوی يادوي. مطلب دا چې د اوسني  حکومت د هر غړي ښه، د ټول حکومت ښه بلل کېږي او بد يې، د ټول حکومت نوم بدناموي. 

مختلفو ولايتونو کې مختلفې پېښې د ولسي وګړو پر وړاندې په  دې شپږو مياشتو کې تجربه شوې؛ غوښتنه دا ده چې ا.ا نور له درملنې وړاندې د وقايې پالېسي لاس کې ونېسي او د ورته پېښو د بيا تکرار مخه ونېسي. د ولسونو پر ملاتړ حکومتونه اوږد مهال  او ثبات وي، خو هغه حکومتونه چې د ولس په اډنه کې يې ځان نه وي اچولی، عمرونه يې لنډ او دوره يې له ستونزو ډکه کوي.