روهي، (پنځه نۍ/۳ د مرغومي)، د مايکروسافټ شرکت صلاحيت لرونکي چارواکي وايي، چې دوی د Activision Blizzard په نوم د ان لاين لوبو له يو ستر شرکت سره پر خبرو بوخت دي، او پلان لري چې دغه شرکت واخلي او د ميکروسافټ تر چتر لاندې يې راولي.
د مايکروسافټ د چارواکو په وينا، دوی به Activision Blizzard په ۶۸.۷ مېليارده امريکايي ډالر چې نېږدې ۵۰ مېليارده يورو کېږي، واخلي. دوی زياتوي چې شوني ده تر ۲۰۲۳ کال پورې دغه معامله بشپړه شي.
مايکروسافټ ويلي دي، چې د Activision Blizzard له اخېستنې يې موخه دا ده، چې د موبايلونو او کمپيوټرونو برخه کې مايکروسافټ خپل توليد ولري او دې برخه کې له نوښتونو سره وړاندې لاړ شي.
Activision Blizzard نړۍ کې د ان لاين لوبو برخه کې مخکښ شرکت دی؛ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ګېم جوړونې لپاره سټېډيوګانې لري او تر لس زره کسان په دې شرکت کې کار کوي. Candy Crush د Activision Blizzard شرکت مشهور د لوبو آپ دی چې ملېيونه کسان يې کاروي.
مايکروسافټ له Activision Blizzard وړاندې د Bethesda په نوم د ګېم جوړونې يوه بله کمپنۍ پر اووه - نيم مېليارد امريکايي ډالر اخېسته وه.
وروستي