رییس الوزار: ا.ا ټول شرایط پوره کړي، هېوادونه دې د رسمیت بېژندلو لپاره جراات وکړي.
د افغانستان رییس الوزار وايي چې د نړۍ هيوادونه باید له افغانستان سره بنيادي مرستې وکړي، موقتي او لنډ مهاله کومک د افغانستان درد په ښه توګه نه شي دوا کولای.
هغه دغه څرګندونې نن کابل کې د اقتصادي کنفرانس ته وکړې.
هغه وویل چې موږ خپل ځانونو، وزیرانو او مسولینو ته مرستې نه غواړو بلکې ددغه مظلوم اولس له پاره یې غواړو.
د ده په وینا، نړۍ دې د افغانستان د مظلوم ملت په بد حالت ورحميږي، سياسي مسایل دي شاته پريږدي او دې "اشغال ځپلي ولس" ته دي د مرستې لاس را اوږد کړي.
دغه راز هغه وویل، ا.ا ټول هغه شرائط بشپړ کړي،چې د یو نظام د مشروعیت له پاره کافي او مهم دي؛ هیوادونه باید جرئت وکړي او ا.ا په رسمیت وپیژني.
#روهي