د اقتصاد علم اقتصاد مطالعه کوي او سیاست پوهنه بيا په تيورۍ او علم کې د قدرت، حکومت، ټاکنو او نورو علم/هنر دی. د اقتصاد او سياست ترمنځ اړيکه ژورI، پخوانۍ، نه بلېدونکې او اړينه ده. اقتصاد د سياست چلونه ده او سياست بيا د اقتصاد بستر او تنظیم دی. اقتصاد خپل چوکاټ لري او سياست خپل، خو د دغه دو بېلونه ناشونې ده.
يو هېواد کې د حکومت پالېسۍ په نيغ او نانيغ ډول پر اقتصاد اغېز کوي؛ يا به منفي او يا به مثبت وي، خو اقتصاد له سياسي اغېز لېرې نه شي پاتې کېدی؛ بيا له بلې خوا، اقتصادي وړتيا، اقتصادي پرمختګ، اقتصادي وروسته پاتې کېدنه، اقتصادي کړکېچ او نور سياست اغېزمنوي.
پر سياست د اقتصاد اغېز، اقتصادي سياست او پر اقتصاد د سياست اغېز سياسي اقتصاد دی. موخه دا چې ځيني وخت سياست، اقتصاد تر خپلې اغېزې او بيا ځيني نورو پړاونو کې اقتصاد، سياست تر خپلې اغېز لاندې راولي. دلته د سياسي اقتصاد او اقتصادي سياست ترمنځ يو څه توپير درته په ګوته کوو:
۱- سياسي اقتصاد:
سياسي اقتصاد د قانون، ګمرکونو او حکومت په چوکاټ کې؛ توليد او تجارت کوي. دې ډول اقتصاد کې حکومتونه پر اقتصادي توليد او وېش کڼترول ساتي. د لومړي ځل لپاره د سياسي اقتصاد کلمه د مرکانتیلېزم پلويانو وکاروله چې وروسته بيا نور پسې پراخه شوه. سياسي اقتصاد کې دا ډاډګېرنه چې د دولت له لاس وهنې پرته توليد او وېش يې تر سره کېدلی شي، تر نيوکې لاندې نېول کېږي او د کېنزي په ډول د سياسي اقتصاد د تېورۍ ملاتړي په دې ټېنګار کوي، چې د دولت له دننه کېدنې او کنټرول پرته اقتصاد، په خپله اقتصادي ګدوډي ده.
۲- اقتصادي سياست:
اقتصادي سياست د دولتونو د سياستونو مهمه برخه ده. ماليې، د دولت بوديجه، د کارګرو مارکېټ، د پيسو وړاندې کوونه (عرضه)، ملي ملکیت، د ګټې/سود نرخونه، په اقتصاد کې د دولت لاس وهنې او ډیری نورې ساحې په بر کې نېسي. د اقتصادي سياست ډیری فکتورونه په مالي پالیسۍ ویشل کېږي، کوم چې د مالیاتو او لګښتونو په اړه د حکومت کړنو سره معامله کوي، یا د پیسو پالیسي چې د پیسو رسولو او د سود نرخونو په اړه د مرکزي بانک کړنو سره معامله کوي.
د پورته مسايلو په پام کې نېولو سره د اقتصاد او سياست اړيکې سره ټينګې دي. هره هغه مبازره چې د سياست په برخه کې کېږي، د اقتصادي اړخ له پام غورځول يې مبارزه نېمګړې کوي او که بيا د هېواد د اقتصاد په پار وړاندې تګ د سياسي مسايلو د صرف نظر په صورت کې وي، نه - بشپړه پايله لري.
د افغانستان اوسنی وضعيت چې د اقتصادي او سياسي کړکېچ په لمن کې دی، بريالۍ کېدنه يې د دواړو برخو متوزان سمون، تغير او تبديل دی. له حکومتونو وراېخوا هغه هېواد پال ځوانان چې د يو مطلوب وضعيت لپاره افغانستان کې مبارزه کوي، نو اوس وخت کې ډېر تمرکز پر سياسي مبارزه وي؛ د اقتصادي اړه پرېښودنه په خپل د سياسي مبارزې د مړاويتوب او لنډ عمر لامل کېږي.
که هرې اقتصادي کړنې سره سياست د اغېز لرونکي لامل په توګه او د هرې سياسي کړنې سره اقتصاد د غښتلتيا په ډول ونېول شي او د وېښتا او مبارزې بستر دا ډول رامنځ ته شي، نو د اقتصادي او سياسي رفاه لرونکي به وي.
وروستي