د همدې ليکنې په لومړۍ (https://rohi.af/news/91204) او دويمه (https://rohi.af/news/91257) برخو کې تر يوولسمې شمېرې په علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا references) لارښوونې در سره شريکې شوې؛ دې برخه (درېيمه برخه) کې د امریکا رواني ټولنې يا American Psychological Association بڼې نورې طريقې درته ښييو چې څه ډول بايد سرچينې ذکر شي.
۱۲- که مالومات ژورنال کې له يوې مقالې/ليکنې راخېستل شوې وي:
- د ليکوال تخلص؛
- کامه (،)
- د ليکوال نوم يا د نوم لومړي توري؛
- د ليکوال تخلص او نوم وروسته نقطه (.)؛
- دوه قوسونو کې د ژورنال د خپرېدو کال او وروسته يې ټکی کېښودل؛
- ژورنال کې د اړوند مقالې/ ليکنې سرليک راوړل او ورته ټکی کېښودل؛
- په خپله د ژونال نوم، چې بايد په مايل ليک يا italics بڼه وليکل شي او د ژورنال نوم وروسته کامه (،) اېښودل؛
- د ژونال د ټوک شمېره او که چېرې د خپرېدو شمېره هم شتون ولري، نو د ټوک له شمېرې وروسته په دوه قوسونو کې د خپرېدو شمېره ليکل کېږي. دغه دواړه شمېرې په مايل ليک يا italics بڼه بايد وليکل شي؛
- د مقالې د شروع او پای پاڼو شمېرې چې منځ کې يې ډاش (–) راځي او اخير ټکی يا full stop کېښودل کېږي.
بېلګه:
Smith, J. D. (2009). Māori voices: Approaches to bilingual research. Journal of Academic Methodologies, 38(3), 17–28.
۱۳- که مالومات ژورنال کې له يوې مقالې/ليکنې راخېستل شوي وي، خو د مقالې ليکوال دوه کسان وي، نو بيا پورته ترتيب پلی کو. د لومړي او د دويم ليکوالو نومونه په پورتني ډول ليکو او د ليکوالو د نومونو ترمنځ (او يا &) کلمه ليکل کېږي او نورې ټولې برخې د ۱۲ شمېرې د لارښوونو اړوند راځي.
بېلګه:
Smith, J. D., & Khan, V. (2009). Māori voices: Approaches to bilingual research. Journal of Academic Methodologies, 38(3), 17–28.
۱۴- که مالومات ژورنال کې له يوې مقالې/ليکنې راخېستل شوي وي، خو د مقالې ليکوال له درېيو تر شلو کسان وي، بيا نور فارمټ کې تغير نه راځي؛ د ليکوالو نومونه د تېر په څېر ليکل کېږي او ترمنځ يې کامه راوړل کيږي؛ د وروستي ليکوال له نوم وړاندې & نښه راوړو او پای کې ورته نقطه ږدو.
بېلګه:
Smith, J. D., Khan, V., & Zhang, H. (2009). Māori voices: Approaches to bilingual research. Journal of Academic Methodologies, 38(3), 17–28.
۱۵- که مالومات ژورنال کې له يوې مقالې/ليکنې راخېستل شوې وي، خو د مقالې ليکوال له ۲۱ ډېر کسان وي؛ بيا په ترتيب تر ۱۹م ليکوال نومونه ذکر کېږي او له ۱۹ ليکوال وروسته درې ټکي (...) کېښودل کېږي او د نورو ليکوالو نومونه نه ليکل کېږي.
بېلګه:
Smith, J. D., Khan, V., Zhang, H., Williams, T., Garcia, J., Sato, Y., Thompson, D., Taylor, F. G., McDonald, L., Laine, C., Arnott, A., Fisher, V., Derryck, W., Young, N., Creswell, I., Greene, P., Walsh, Dubois, T., Wright, B., … Roach, C. (2009). Māori voices: Approaches to bilingual research. Journal of Academic Methodologies, 38(3), 17–28.
۱۶- که مالومات ژورنال کې له يوې مقالې/ليکنې راخېستل شوي وي، خو ځانګړی ليکوال مالوم نه وي او د يوې ادارې کارمندانو او سټاف له خوا مقاله ليکل شوي وي، نو د بيا ليکوال د نوم په ځای کې د اړوند ادارې نوم ليکل کېږي او پای کې يې ټکی کېښودل کېږي.
بېلګه:
Ministry of Education. (2009). Māori voices: Approaches to bilingual research. Journal of Academic Methodologies, 38(3), 17–28.
۱۷- که مالومات ژورنال کې له يوې مقالې/ليکنې راخېستل شوي وي خو ليکوال يې مالوم نه وي؛ د ليکوال د نوم پر ځای د مقالي نوم يا سرليک لېکل کېږي او ورپسې د خپرېدو کال راځي.
بېلګه:
Māori voices: Approaches to bilingual research. (2009). Journal of Academic Methodologies, 38(3), 17–28.
۱۸- که مالومات ژورنال کې له يوې مقالې/ليکنې راخېستل شوي وي، خو د چاپ کال يې ناڅرګند وي، بيا دوه قوسونو کې د nd توري ليکل کېږي، چې د No Date مانا لري.
بېلګه:
Smith, J. D. (n.d.). Māori voices: Approaches to bilingual research. Journal of Academic Methodologies, 38(3), 17–28.
۱۹- که مالومات ژورنال کې له يوې مقالې/ليکنې راخېستل شوي وي، خو مقاله چاپ نه بلکې سرچينه يې ان لاين وي يانې له وېب پاڼې راخېستل شوې وي، نو بيا د پورته ترتيب په پای کې د اړوند وېب سايټ د لومړۍ يا کور پاڼې پته راوړل کېږي او پای کې يې ټکی نه کېښودل کېږي.
بېلګه:
Smith, J. D. (2009). Māori voices: Approaches to bilingual research. Journal of Academic Methodologies, 38(3), 17–28. http://www.example.com/
نور بيا په څلورمه برخه کې....
وروستي