الوتکو کې د موبایلونو 5G نېټ په اړه اندېښنې 

نېږدې لسو ستر امريکايي هوايي شرکتونو د دغه هېواد د هواايي چلند ادارې ته په يو ليک کې خبرداری ورکړی دی چې الوتکو کې د الوتنې پرمهال د 5G انټرنېټ کارونه به الوتنې له ستونزو سره مخ او د الوتنو د ګډوډۍ لامل به شي. 

دغه شرکتونه وايي چې د مسافرو له خوا د الوتنې پرمهال د الوتکې دننه موبايلونو کې 5G نېټ کارونه د الوتنې مسير ګډوډ وي او که بيا هوا خرابه وي، نو شونې ده، چې د الوتکې د لوېدو او له ټاکلي مسير د بدلېدو خطرونه ولري.  

له کالونو راهيسې د ځيرک موبايلونو د توليد شرکتونو، بوېنګ او اير بس په څېر د الوتکو د جوړنې شرکتونو ترمنځ په دې کار کېږي، چې د الوتنو پر مهال د الوتکو دننه د تېز سرعت انټرنېټ فعال شي، خو تر اوسه يوې خوندي پايلې ته سره نه دي رسېدلي. 

د ځيرک موبايلونو شرکتونو تر اوسه مېليونه امريکايي ډالر پر دې لګولي دي، چې موبايلونو کې 5G نېټ د الوتکې دننه د کارونې وړ کړي، دې برخه کې پرمختګونه شوي دي خو قضيه کې ښکېلې  خواوې تر اوسه يوې ډاډمنې او له خطرونو خوندي پايلې ته نه دې رسېدلې.  

هوايي شرکتونه پر دې ټېنګار کوي چې د الوتکو دننه د 5G نېټ کارونه هغه مهال چې هوا خرابه وي سبب کېږي، چې الوتکې ته ستونزې پېښې شي، نو بايد پر داسې لارو - چارو غور وشي، چې د خرابې هوا پر مهال د 5G نېټ کارونه په خپله پرې شي. 

که چېرې دغه سېسټم فعال شي نو د نړۍ هغه هېوادونه چې په الوتکو کې د 5G نېټ کارونې اسانتياوې به لري او د ځيرک موبايلونو کمپنۍ، دوی به له هرې الوتنې په زرګونه امريکايي ډالر عوايد تر لاسه کوي. 

امريکا کې د الوتکو جوړونې او هوايي چلند پر شرکتونو نيوکه دا ده، چې دوی په عمدي ډول سره د دغه ټېکنالوژۍ مخه نيسي او اندېښنې خپروي؛ په داسې حال کې چې الوتکو کې د 5G نېټ ټېکنالوژي  په بشپړ ډول خوندي ده او کومه ستونزه به رامنځ ته نه کړي.