الجزیره: د بادغيس زلزلې تر زرو کورونه ويجاړ کړي؛ ژغورونکې ډلې جسدونه او ټپيان راباسي

د پنځه اعشاريه درې درجې زلزلې له امله تېره ورځ بادغيس ولايت کې ۲۶ کسان مړه شوي، لسګونه ټپيان، تر زر کورونه او نورې ودانۍ نړېدلې دي. د الجزيرې راپور ښيي، چې د مرګ - ژوبلې شمېرې ښايي نور هم پورته شي او ژغورنکې ډلې د خاورو لاندې د بندو کسانو او جسدونو پر رااېستنې اخته دي. 

زلزلې ډېر تلفات د بادغيس ولايت په قادس   ولسوالۍ کې اړولي دي؛ له مرکز  د ولسوالۍ لېرې والی او د سړکونو خربوالی سبب شوی چې ژغورونکې ډلې په ځنډ ورسيږي او دې  سره د تلفاتو شمېرې لا پورته شوې دي. بادغيس کې ولايتي مسوولين وايي چې د مرګ - ژوبلې او مالي تلفاتو شمېرې ښايي نور هم پورته شي. 

پر ټولينزو رسنيو خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د ويجاړو شويو کورونو خلک د خاورو لاندې د ګرانه بيه څيزونو پلټنه کوي او راباسي يې. بادغيس ډېری کورونه يو پوړيز دي خټين دي؛ د کورونو د چتو د لوېدو له امله د مړو شمېر تر ۲۶ کسانو رسېدلی دی. 

الجزيرې د امريکا متحدو ايالتو د جيولوجۍ ادارې د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي، چې د زلزلې مرکز د بادغيس ولايت مرکز کلا نو ښار وو، چې د ترکمنستان سرحد سره سل کيلو متره لېرې والی لري. 

الجزيرې د راپور اړوند چې افغانان له وړاندې په  لسګونه ناخوالو؛ بد اقتصادي وضعيت، بيکارۍ، وچکالۍ او اوس د ژمي يخ هوا سره لاس او ګريوان دي، چې وروستۍ زلزلې يې ستونزې او ناخوالې  لا پسې ډېرې کړې دي.