افغانستان کې د هويت کړکېچ او قومي - سياسي هويت

د هويت کړکېچ اصطلاح د لومړي ځل لپاره د جرمن ارواپوه ایریک ایرکسن له خوا کارول شوې ده. د هويت کړکېچ ته انګلېسي کې Identity crisis وايي. که د هويت کړکېچ وړاندې هويت تعريف کړو نو ایریک ایرکسن وايي، "هويت د يو څيز او شخص هغه حقيقت دی، چې د ځانګړنو لرونکی وي." 

د افغانستان په څېر د درېيمې نړۍ وروسته پاتې هېوادونو کې د قومي او  ملي هويت موضوع ډېری وخت بحث راپورته  کوونکې وي او د يو هېواد د وګړو ترمنځ د ناحل شوې ستونزې په  څېر پاتې کېږي. ملي  او قومي هويتونه سره توپيري دي او يوازې ځيني وخت سره تړنې او ګډې ځانګړنې پيدا کوي. دغه دواړه هويتونه پر ټولنيزو ستنو ولاړ دي؛ په ډله ييز ډول  له محرميتونو او ګټو اغېزمن دي. ستر توپير چې د قومي او ملي هويتونو ترمنځ شته دی  هغه دا چې، قومي هويت ځيني وخت سياسي کېږي خو بيا ملي هويت له رېښې سياسي دی. 

د قومي هويت ځانګړنې: 
د يو هېواد دننه د يوې ډلې د خلکو ترمنځ تاريخي، کلتوري، ديني/مذهبي، هنري، عنعنوي، ژبنۍ او رواجي ډېرې نېږدې تړنې دغه ډلې ته قومي هويت ورکوي او پر دې بنسټ دوی له نورو بېلوي. هر څومره چې دغه ځانګړنې له نېږدې تېر څخه وي، ډېرې او سره نېږدې وي، نو بيا  دغه ډله خلک  له بلې ډلې ډېر بېلوي. 

د ملي هويت ځانګړنې: 
ملي هويت د يو هېواد د وګړو ترمنځ د يو ټولنيز تړون پر بنسټ رامنځ ته کېږي. د ملي هويت ځانګړنې د قومي هويت د ځانګړو په پرتله پراخه، لویې او ډېرې دي. ګډه جغرافيه، ګد اقتصاد، ګډ تاريخ، ملي - رسمي ژبې او ملي دولت د يو هېواد د وګړو د ملي هويت ځانګړنې دي او پر همدې ځانګړونو دوی سره تړل کېږي. د ملي هويت د ځانګړنو په ډېر شتون کې ملي هويت غښتلی وي، خو که چېرې ملي ځانګړنې او تړني کمې وي، نو بيا قومي هويت پر ملي هويت لاس بری کېږي. 

قومي هويت کله پر سياسي هويت بدليږي؟ 
لومړی قومي هويت هغه وخت زږېږي چې خلک او د خلکو ډلې په خبر - ډول ځانونه له نور بېل حساب کړي. دغه جدايي په افسانوي او خيالي ډول تېر کې وي؛ دوی يو ډېر پخوا ټبر پورې ځانونه ځانګړي کړي. ځيني ځانګړي باورنه، کلتور او ژبه خپله کړي او دې سره ځان ته قومي - سياسي هويت جوړ کړي. هر کله چې دغه ډله کسان د ملي هويت ځانګړنو سره  د قومي هويت ځانګړنې پرتله کوي، نو قومي هويت يې پر قومي - سياسي هويت بدل شي  او د ملي هويت پر وړاندې ننګونې شي. 

په تېرو شلو کالونو کې افغانستان کې د ملي هويت کړکېچ جوړ شوی او راڅرګند شوی وو. د ملي هويت کړکېچن کېدو دوه لاملونه لرل؛ د هغه هېوادونو هڅې چې خپل ملي هويتونه يې افغانستان کې له قومي هويتونو سره نېږدې دي؛ افغانستان کې قومي هويتونو ته قومي -  سياسي هويت رنګ ورکول. 
 
د قومي هويتونو پر سياسي - قومي هويتونو اوښتل سبب شول، چې  د ملي هويت ځانګړنې کمې  او د قومي هويت ځانګړنې ډېرې او اغېز لرونکې شي. د بېلګې په ډول د افغانستان په ملي هويت کې افغانيت د ټولو قومونو ګډه ځانګړنه ده؛ کله چې تاجکان، ازبکان او هزاره ګان په قومي هويت کې ډېر لېواله شول، نو خپل قومي هويت يې ،قومي - سياسي کړ  او د ملي هويت پر ځانګړنو يې اغېز منفي شو. دوی د افغانيت پر ځای چې د ملي هويت ګډه ځانګړنه ده، تاجک، ازبک او هزاره قومي ځانګړنې غوره وبللې او دې سره ملي هويت منفي اغېزمن کېدلو. 
 
د ملي هويت غښتلتيا: 
اصل داسې دی، چې په لويه او بيا ځانګړې د درېيمې نړۍ هېوادونو کې  چې هر څومره  قومي هويت سياسي کېږي او بيا قومي - سياسي هويت کې نوې ځانګړنې په افسانوي ډول رامنځ ته کېږي، هم دومره پر ملي هويت ناوړه اغېز کوي او د ملي هويت ځانګړنې په کې بې ارزښته او منفي کېږي. 

افغانستان کې د هويت کړکېچ په عمدي ډول سره رامنځ ته شوی. هغه قومي هويتونه چې پېړۍ - پېړۍ يې په ټولڼيز چوکاټ کې شتون درلود او د قومي هويتونو په ډول پېژندل شوي وو، په سياسي کېدو سره يې د هويت کړکېچ ته لار پرانېستله. 

افغانستان کې د هويت د کړکېچ د حل لار، يوازې او يوازې  په کلتوري او ټولنيزه دايره کې د قومي هويتونو  ساتل دي؛ د قومي هويتونو اوښتل پر قومي - سياسي هويتونو سبب کېږي، چې افغانستان کې د ملت جوړونې رېښې اغېزمنې کړي.