ډپلماټيک حقوقو کې د سياسي استازوالۍ بندول او د افغانستان قضيه

پرته له دې چې يو هېواد سياسي او ډپيلماټيکې اړيکې غوڅې کړې، شونې ده، چې لېږونکی هېواد په منونکي هېواد کې خپله ډپلماټېکه استازوالي (نمايندګي) وتړي. دا ډول پرېکړه او چاره د سياسي اړيکو د غوڅېدو په مانا نه ده، خو په پايله کې په منونکي هېواد کې د لېږونکي هېواد د سياسي استازوالۍ د ټولو مامورينو ماموريت ځنډيږي. 

که چېرې لېږونکی هېواد خپله استازوالي يا سفارت په دې پار وتړلي چې منونکي هېواد سره يې اړيکې ترېنګلې شوې يا دغه دوه هېوادونه د دښمنۍ او جګړې پړاو ته سره دننه کېږي، نو بيا د سياسي استازوالۍ تړنه په دې مفهوم ده، چې سياسي اړيکې هم سره پرې شوې دي، خو که چېرې نور لاملونه لکه په منونکي هېواد کې امنيتي مسايل، د حکومت بدلون، بې ثباته وضعيت او نور وي، نو بيا د سياسي اړيکو د غوڅېدو مفهوم نه لري. 

ځينې وخت داسې هم شونې وي، چې لېږونکی هېواد خپله استازوالي د اقتصادي مسايلو له امله تړي او غواړي د سفارتونو په تړنې سره سپما وکړي او يا يې لامل دا وي، چې لېږونکي هېواد سره يې د اړيکو، راکړې - ورکړې او نورو تړونو ساحې ټاکلې او کمه شوې وي. دا ډول پرېکړې يو اړخيزې دي. په دې مانا چې که چېرې لېږونکی هېواد خپله استازوالي تړي، نو اړينه نه ده، چې منونکی هېواد هم هلته خپله استازوالي وتړي؛ ياني عمل يو اړخيز دی. 

نړيوالو ډپلماټيک حقوقو کې يو بل اصل دا هم دی، چې لېږونکی دولت کولی شي په منونکي هېواد کې خپله استازوالي وتړي، خو بيا په يو درېيم هېواد کې غېر شته (غېر مقيم) استازوالي ولري؛ خو دا چاره بايد درې اړخيزه وي؛ يانې منونکی، لېږونکی او درېيم هېواد په دې برخه کې سره هوکړه ولري. 

په منونکي هېواد کې د سفارت تړل په هغه صورت کې هم کېږي، چې لېږونکی دولت د منونکي دولت له کورني او بهرني سياست خوښ نه وي او د خپلې استازوالۍ په تړنې سره منونکي هېواد ته دا ښيي، چې له سياستونو سره يې هوکړه نه لري. 

د افغانستان په اوسني وضعيت کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د سفارتونو تړنه هم پورته وضعيت کې ده. لوېدېځه نړۍ، ګاونډ او اسيايي هېوادونه او د اسلامي نړۍ عربي او غېر عربي هېوادونو افغانستان له دې امله خپلې سفارت خونې تړلې دي، چې د اوسني نظام له سياستونو سره بشپړه هوکړه نه لري. افغانستان کې د بهرنيو سفارتونو د تړنې لاملونه پورته لومړي ذکر شوي نه دي؛ د اړيکو خړپړتيا، اقتصادي ستونزې، د متقابلې تړنې کموالی او نور نه دي بلکې د حکومت بدلون او د نوي حکومت له سياستونو سره مخالفت دی. 

هر کله چې دولتونه په ټوليزه توګه د منونکي دولت د سياستونو له امله خپلې استازوالۍ تړي، دا چاره تر ډېره لنډمهاله وي. لېږونکي دولت له منونکي دولت سره خپلې سياسي اړيکې ساتې او د سياسي اړيکو د ساتنې له لارې هم منونکي دولت ته سفرونه تر سره کېږي او هم په درېيم هېوادونو کې ناستې - ولاړې کېږي. 

هر هغه وخت چې لېږونکي دولتونه/دولت له منونکي دولت سره په سياسي برخو کې په سترو مسايلو هوکړې او د سياسیتونو تغير ته ورسيږي، سياسي استازوالۍ په تدريج سره پرانېستل کېږي. 

افغانستان هم اوس کټ - مټ داسې يو وضعيت کې دی. ځينو هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه تړلي دي، خو له بلې د طاـلبانو له حکومت سره په سياسي اړيکو کې دي. دوی د افغانستان د اوسني حکومت د سياستونو په برخه کې ملاحظات لري او د همدې ملاحظاتو په پای ته رسېدو سره سياسي ماموريتونه هم په شتون ډول او د استازوالۍ په پرانېستو سره له سره کېږي. 

د يادونې ده، چې د سياسي استازوالۍ د تړنې وخت ناڅرګند دی؛ تر هغه چې منونکی او لېږونکی دولت هوکړې ته سره نه وي رسېدلي، تر هغه به منونکي هېواد کې د لېږونکې هېواد استازوالي تړلې وي، خو په ورته وخت کې سياسي اړيکې، هغه هم په يو څه پڅ رنګ کې روانې وي.