د يوټيوب په څېر خو غږيزه برخه کې؛ SoundCloud څنګه کارول کېږي؟ 

ساونډ کلاوډ د يوټيوب په څېر غږيزه برخه کې يو ان اين جوړښت دی چې  په ۲۰۰۷ز کال کې د جرمني په برلين ښار کې جوړ شو. دا په نړۍ کې غږيز او  ان لاين برخه پراخه وېب سايټ دی چې ۲۰۰۸ کې وتوغول او پر ليکه شو. SoundCloud کې کارن کولی شي ځان ته حساب خلاص کړي، غږونه او موزيک په کې پورته او ورڅخه راښکته کړي. 

تر ۲۰۲۱ز کال کې پورې ۱۷۵  مېليونه کسانو SoundCloud  راښکته کړی يا ډونلوډ کړی دی او ۲۶۵ مېليونه غږونه ور پورته شوي دي. د نړۍ مشهور سندرغاړې د خپلو غزيزو سندرو او موسيقۍ ستره برخه دلته پورته کوي. همدا ډول په ورځني ډول  سلګونه زره کسان له SoundCloud غږونه، موزيک او نور غږيز فايلونه راښکته کوي. 

۲۰۱۴ کال کې SoundCloud خپلو کارنو ته د پيسو د لاس ته روړانې سېسټم هم اعلان کړ. د ياد سېسټم له لارې د دوی پر غږيزو فايلونو اعلانونه راځي او دې سره ورته پيسې ورکول کېږي. دغه وېب سايټ د انډرايډ او ايفون موبايلونو او وېنډوز لپاره آپ او پروګرامونه لري او همدا ډول يې په ۲۰۱۵ کال کې د SoundCloud Pulse موبايل آپ جوړ کړ چې له لارې يې د ايفون او سمسونګ موبايلونو له لارې کارن کولی شي، غږونه جوړ کړي، د خپل حساب او احصايه وګوري، او نورو ته خوښونې ورکړي او تبصرې وليکي.

د يوټیوب، فېسبوک او ټوېټر په پرتله SoundCloud کم شهرت  او کمه کارونه لري. له SoundCloud ډېری هغه کسان ورڅخه کار اخلي چې د غږونو او موزيک د توليد برخه کې کار کوي. ځيني هغه کسان چې د ځانګړي کار لپاره يې غږونه او موزيکونه په کار وي، نو بيا SoundCloud  د سرچينې په ډول کاروي. 

د غږيزونو کتابونو برخه کې SoundCloud  شمتن دی. ډېری هغه کسان چې د کتاب د لوستنې او وېډيو د کتلو حوصله نه لري، نو بيا په غږيزه بڼه چاپ شوي کتابونه او نور مالومات له SoundCloud  تر لاسه کوي. 

د يادونې ده چې اوس وخت کې د ټېکنالوژۍ پر مټ ملټي مديا ډېر پرمختګ کړی، يانې انځور، وېډيو، ليکلي بڼې او غږ او نور سره يو ځای تر لاسه کيږي. مطلب دا چې يوټيوب اوس وخت کې د وېډيو ترڅنګ د غږ او ليکنې برخې هم اضاف کړي دي او همدا ډول د يوټيوب يو پوسټ  سره پنځه عکسونه  پورتته کيږي، چې دې سره د عکسونو برخه کې هم يوټيوب اوس غني دی.