اوباما : په پاکستان کې دالقاعدې مشران له ستونزو سره مخ دي

همدا ګړۍ دامریکا ولسمشر باراک اوباما دمتحده ایالاتو په اړه وینا درلوده نوموړي دخپلې وینا په ترڅ کې څو مهمو ټکو ته اشاره وکړه موږ ېې دروهي ویبپاڼې لپاره راخلاصه کوو :
امریکا په ټوله مانا له تونس سره مرسته کوي ، چې هلته رښتیني ډیموکراسي رامنځته شي مصر باید د لاریون له ګډونوالو سره منطقي چلند وکړي ټیکنالوژۍ زموږ دژوند طرز العمل رابدل کړې دی دا پرمختګ اوس چین او هندوستان درک کړې دی . ددې ترڅنګ اوباما دا هم زیاته کړه ،چې دامریکا اقتصاد ثابت دی او د لا نور ښه کېدو شونتیا ېې شته .
دعراق په اړه اوباما وویل : داجګړه نوره خپل پای ته رسیږي پردې سربېره دالقاعدې مشران په پاکستان کې مېشت دي او له سختو ستونزو سره مخ دي .