ناراحت معده (Dyspepsia)؛ ځورونکې ناروغي

طبي نوم يې Dyspepsia دی، انګليسي کې ورته upset stomach يا ناراحت معده هم وايي. يوه عامه ناروغي ده، چې د شمېرنو پر بنسټ د ټولې نړۍ هر سلو کسانو کې دېرش کسان ترې ځوريږي. په اړه عملي څېړنې Dyspepsia ناروغي نه شمېرې بلکې د نښو - نښانو په نوم يې پېژني خو ځيني بيا ورته د هاضمې سېسټم ناروغي وايي. د ناراحت معدې درد يا نورې نښې تر ډېره هغه وخت راڅرګنديږي او اغېزمن تکلیفوي چې کله يو څه وخوري او وڅښي. 
 
نښې- نښانې يې: 
- د هاضمې سېسټم د غړو، په ځانګړې د نس برخه کې درد؛
- د هاضمې سېسټم کانال کې د سوځېدو حس او سوخت؛
- له خوراک وروسته داسې د زړه بدوالی چې له حد د ډېر خوراک په څېر وي او اغېزمن احساسوي چې خواړه يې د معدې پر سر ناست دي‌؛ 
- ځيني وخت ناروغ کس له خوراک وروسته کانګې کوي او يا د کانګو احساس کوي.

لاملونه يې: 
- هغه کسان چې سېګرټ څکوي دغه وضعيت ډېر په کې لېدل شوی نو پر همدې بنسټ څېړنې ښيي، چې سېګرټ څکول د دغه ناروغۍ يو له لاملونو دی. 
-  زيات وزن لرونکي هم دې حالت سره مخ کېږي؛ دوی چې هم کله خوراک وکړي نو ورسته يې معده درد کوي.
- هغه کسان چې د معدې زخم يا Ulcer لري هم له دې حالت سره مخ کېږي. ځيني وخت د معدې سرطان لرونکي ناروغان هم Dyspepsia  تجربه کوي. 
- حمل او د تايروايد ناروغۍ د خپلو نورو نښو ترڅنګ Dyspepsia   هم رامنځ ته کوي.
- د Dyspepsia بل لامل د اسټروجن هورمون بې نظمي او ځيني انټي بیوټیکونه هم دغه ناروغي رامنځ ته کوي. 

د مخنېوي لارې چارې يې:
- په کمه اندازه خوراک وکړئ، چې پر معده مو فشار رانه شي؛
- ژر ژر خوراک مه کوئ، دا هم معده ناراحته کوي او وروسته به تاسې ور سره ناراحته وئ؛ 
- هغه خواړه چې تيزابي مواد يې ډېر وي مه خورئ؛ که چېرې له خوراک وروسته مو معده تکليف درکوي نو بانجان، مالټې، نارنج او نورې ميوې مه خورئ؛ 
- د کافين لرونکو خواړو له کارونې ډډه وکړئ؛ هڅه وکړئ چې داسې يو وخت ډېر چای او کافي ونه څښئ؛ 
- اندېښنې کول او تشويق دغه وضعيت لا خرابوي؛ استراحت وکړئ او له اندېښنو ځان وساتئ؛ 
- وړاندې ذکر وشو، چې د Dyspepsia  له لاملونو يو هم سګرېټ څکول دي؛ سېګرټ څګول پرېږدئ  او که پرې روږدي ياست، نو دې وخت کې يې کم کړئ؛ 
- داسې کالي چې د نس او معدې برخه ټېنګه نيسي، مه اغوندئ؛ 
- د الکول استعمال دې وخت ډېر ګواښونکی دی، الکول مه څښئ؛ 
- له خوراک وروسته يانې په مړه خېټه تمرين او ورزش مه کوئ؛ 
- کله چې د شپې ډوډۍ وخورئ نو درې ساعته وروسته بيده شئ؛ له خوراک وروسته ژر بيدل کېدل مو ستونزې ډېروي او خوب ته به مو هم نه پرېږدي؛ 
 
کوم وخت کې بايد ډاکټر ته لاړ شئ؟ 
د Dyspepsia د پورته لارښوونو په پلي کولو سره له منځه ځي، خو که چېرې لاندې نښې - نښانې وګورئ نو بيا اړينه ده چې ډاکټر ته لاړشئ: 
- کانګې کول او په غايطه مواد کې د وينې لېدل؛ 
- د وزن ډېر کمېدل؛
- د اشتها له  لاسه ورکول؛ 
- معده کې داسې شديد درد چې ډېر ترې تکليف وئ؛ 
- هر کله چې داسې وضعيت سره مخ شئ، چې خوراک کول درته ستونزمن شي.