افغانستان به دويمه سوريه شي؛ طا_لبان دې لومړيتوبونه او حساسيتونه درک کړي

تېر حکومت د ولس پر مټو ځان اچولی وو، په غوڅ اکثریت دولتي او حکومتي کسانو د ملت وينې زبښلې. دوی هره ناخواله ځان ته د فرصت او پروژې په ډول رامنځته کوله. د تېر حکومت بڼه داسې وه لکه په کمپيوټرونو کې ویروس او انټي ويروس. د پارلمان وکيلانو په شمول به يې لومړی داسې پېښه چې ولس ترې منفي اغیزمن وو، وزېږوله او بيا به يې د هماغه ناخوالې د منځه وړلو لپاره پروژې پيل کړې. د بیلګې په ډول تېر جمهوریت کې سیاسي څېرو د خپلو ګوندي او شخصي ګټو په پار، قومي او ژبني تعصبونه اوج ته ورسول؛ بيا به يې د ارام کولو لپاره نورې پروژې تر لاسه کړې. يوې کړۍ به يې د جنایي پېښو مافيا جوړه او بلې به له لومړۍ سره په همغږۍ د جنايي پېښو د کنټرول چارې پيل کړې چې خپلې ګټې به يې ښې په کې خوندي وې.

قومي تعصب، چې په لوی لاس سياسيونو ورته کار کولو لوړ پوړ ته ورسولو؛ د جنايي پېښو اصلي تر سره کونکي لوړپوړي حکومتيان او په خپله د پوليسو له منځه کسان وو؛ که دوی له غلو او شوکمارو سره لاس نه درلود، تر سره کول يې نه شونې وو؛ د حکومت او سياسيونو فساد وو چې افغانستان په کې له فقر خلاص نه شو، بلکې لا پسې غريب او فقير شو. دا يې يو څو بېلګې وې، لسګونه داسې کړنې موجود وې چې له امله يې تېر حکومت ولس له ځان لېرې کړی او پايله کې د ولس ملاتړ له لاسه ورکړ او نظام يې سقوط شو. 

طالبانو سره د ولس تعامل به هم د ولس په هوساينې پورې تړلی وي. که چېرې پخوانيو لوړپوړو ته طالبان عفوه کوي خو بيا ټيټ پوړي پخواني حکومتيان وهل کيږي، وژل کېږي، ځورول کېږي او بيا د طالبانو ځواب دا وي، چې دوی خو ټول په عمومي عفوې کې شامل کړې دي، خو داسې ځينې کړنې شخصي تر سره کېږي، نو د شخصي غچ اخېستنې د مخنېوي مسووليت چاته ګرځي؟ آيا طالبان چې اوس حکومت په لاس کې لري، دوی مسووله نه دي، چې له هرې ناخوالې د ولس ساتنه وکړي؟ ځيني طالب چارواکي دا دليل وايي، چې د عمومي عفوې خلاف چې کومې پېښې کېږي، يا د دوی له اصولو يې جنګيالي سرغړونه کوي، نو لامل يې دا دی چې د دوی ځيني جنګيالي پوهه نه شي، احساساتو کې وي او تېروتنې ترې وشي؛ دا بهانه نه شي کېدلی. کله چې د دوحې هوکړه لاسليک شوه، نو يو امريکا سرتېری هم افغانستان کې ونه وژل شو او په خپله طالب چارواکي دا اعتراف کوي. هلته نه د جنګيالو ناپوهي وه، نه په تېروتنې کوم امريکا په نښه شو او نه هم د طالبانو د مشرتابه له حکم سرغړونه او نه هم امريکايانو سره د طالب جنيګاليو د شخصي غچ اخېستنې پېښې، خو چې افغان ولس ته شي، بيا قتل او ژوبله توجيه پيدا کوي او جرم سپک بلل کېږي. 

د طالبانو په راتګ سره ولس له يوې خوا له اشغال خلاص شو او بلې خوا د سولې او امنيت ارمان ته ورسېدو خو دا ښکاره ده چې غربت ورسره هم اوج ته ورسېد. موږ دا منو چې ستر تحول رامنځ ته شو، نظام بدل شوی، نو تر يو وخت پورې به يې منفي اغېز او هغه هم په ځانګړي ډول پر اقتصاد شتون ولري او طالبانو سره يو ځای ولس هم دغه وضعيت زغمي، خو هغه چارې  چې طالبان يې اوس بايد لومړيتوب کې ونېسي شاته کړې دي او نور مسايل چې له ګټې يې اوس وخت کې زيان ډېر دی، رامخته کړې دي. ځيني حکومتي کسانو او ادارو  هغه مسايلو ته لومړيتوب ورکړی، چې اوس وخت کې د ولس او د حکومت ترمنځ واټن ډېرولی شي. 

اوس وخت کې طالبانو ته لومړيتوب دا دی چې د رسميت پېژندنې موضوع کې ولس ځان سره يو کړي او پراخه ملاتړ په دې پار بايد وشي، چې نړيوال هېوادونه حکومت په رسميت وپېژني؛ لومړيتوب دا دی چې ولس حکومت سره ګډ غږ پورته کړي او کنګل شوې پيسې راخلاصې شي. لومړيتوب دا دی چې بد اقتصادي وضعيت لپاره جدي اقدامات وشي، د بيکارۍ په له منځه وړلو کې ټولې لومړۍ او وروستۍ هڅې وشي، هغوی چې د لوېديځوالو په لارښوونه د ښځو حقونو په نوم لاريونونه کوي، د ټوپک په زور  نه بلکې په عمل کې هغه حقوق ورکړل شي، چې د اسلام مبارک دين ورکړي او دې سره د ناوړه استفادې او د پريدو د شومو پلانونو مخه ونېول شي. 

لومړيتوب دا نه دی، چې د طرحو د بشپړېدو په نوم نجونې له زده کړو محرومې شي، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړل شي. طالب چارواکي په خپله اعتراف کوي، چې دلته شل کاله د امريکا او ناټو په ديموکراسۍ کې د خلکو ذهنونه اوښتي دي، نو چې کله داسې وي، بيا دې امر بالمعروف او نهي عن المنکر شخص په شخص د ږيرو او وېښتانو توصيې، لنډ او اوږده کالي، د لباس له مجسمو د سرونو غوڅول او نورې چارې تدريجي کړي؛  نصيحت يې بايد له جومات، رسنيو او نورو لار وشي؛ اوس د قوانينو د ټاکلو او پلي کولو وخت نه دی. که طالبان په رېښتيا د حکومتوالۍ  نيت لري، نو ډېر وخت لري چې په تدريج سره خپلې پالېسۍ پلې کړي. 

د پنجشېر او فارياب پېښې کوچنۍ وې، خو دا چې په ګڼ شمېر پخواني چارواکي طالبانو ته په سنګر کې ناست دي او کوچنۍ مسله ستره ولی شي او وړکې تېروتنې ته بل ډول انعکاس ورکوي، نو حساسيتونه پرې پراخ شي. دلته بدبختي دا ده چې قومي مسايل ژر په سياسي مسايلو اوړي. که قومي مسايلو ته طالب مشران ډېر جدي ونه وسي، نو ژر ده چې له همدې افغانستان به سوريه جوړه شي. طالبان ډېر ژور تحليل ته اړتيا لري، هغه وضعيت چې د دوی په دفترونو کې دی، بيرون بل ډول دی. عام ولس او طالبان شل کاله سره لېرې وو او په ځانګړي ډول هغه افغانان چې په ښارونو کې وو. افغانستان دښمنه هېوادونو، کړۍ او شخصيتونه، په قصدي ډول هم د افغانانو ترمنځ او هم د طالبانو دننه قومي مسايلو ته لمن وهي. طالبان دې خپله حکومتوالي په لومړيتوبونو ووېشي، ځېنې چارې چې حساسيتونه او غبرګونه راپورته کوي، تر يو وخت پورې دې بيخي شاته وغورځول شي، يو ځل دې ولس په بشپړې مانا خپل شي، بيا په تدريج سره هر څه شونې دي. 


غوره به دا وي چې تر يو وخت پورې د طالبانو دننه او د طالبانو له ليکو بهر، افغانستان کې د غېر پښتنو څېرو پر وړاندې  ګوزاره وشي. دوی دې ډېر موخه نه ګرځي او که نامطلوب کسان هم وي، خو پر وړاندې يې بايد په پوره پام ګام پورته شي. د هېواد د وضعيت په درک سره، يوازينی قومي مسايل دي چې له افغانستان سوريه جوړولی شي.