پنځه ګواښونکې ناروغۍ چې د جنسي اړيکو له امله رامنځته کېږي

جنسي اړيکې د ښځې او خاوند ترمنځ د ټولنيزو او ګډ ژوند مهم اړخ دی. که څه هم د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي د هغه نامشروع جنسي اړيکو په پرتله چې اوس وخت کې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې کېږي، ډېړې خوندي او ګواښونکو ناروغیۍ رامنځ ته کوي، خو بيا هم په لويه؛ که چېرې د جنسي اړيکو پر مهال ځينې ټکي پام کې ونه نېول شي، نو دغه پنځه ګواښونکې ناروغۍ رامنځته کولی شي. 

۱- HPV (Human Papillomavirus): دغه ناروغي ويروسي ده؛  د جنسي اړيکو له امله يوه عامه لېږدېدونکې ناروغي ده. تر اوسه د HPV څلوېښت بڼې او ډولونه پېژندل شوي دي. ځيني کسان چې د جنسي اړيکو له امله پر دې ناروغۍ ککړ شي، نښې - نښانې يې نه ښکاري او کوم تکلیف ککړ کس ته نه رسيږی؛ تر ډېره شونې ده چې له يو څه وخت وروسته دغه ناروغي په خپله ورکه شي. ځيني کسانو کې بيا دا ناروغي شديده کېږي او ستونزې راپيدا کوي. که چېرې HPV شديد حالت ته ورسېږي نو نښې- نښانې يې خوله او مريو کې راڅرګنديږي. که چېرې جنسي اړيکې تر سره کېږي او د دغه ناروغۍ درملنه ونه شي، نو له امله يې په ښځو کې د رحم، نارينو کې د تناسلي الې؛ ښځو او سړیو دواړو کې د خولې او مريو سرطان سبب کېږي. پر HPV د نه اخته کېدو په پار درې ډوله واکسين (Cevarix، Gardasil، Gardasil-9) شتون لري او روغتيا پال يې هم د مخنېوي لار همدا واکسينونه او د جنسي اړيکې پر مهال د خوندي اړيکو سپارښتنه کوي. 

۲- کلیمیډیا/Chlamydia: جنسي اړيکې يې سبب کېږي؛ که يو نارينه پر دې ناروغۍ اخته وي نو تناسلې آلې څخه يې سپين رنګه - سرېښناک مايع ځي، د تشو متيازو پر مهال يې بولي مجرا سوځيږي؛ که چېرې ښځې پرې ککړې شي، نو د ادرار پر مهال ورته ستونزه وي او له مهبل يې سپن او زيړ رنګه مايع بهيږي. که چېرې له ښځې او خاوند يو کس دا ناروغۍ او پورته نښې ولري او همدې مهال کې جنسي اړيکې تر سره شي، نو ډېر ژر مقابل کس هم پرې ککړيږي. غوره مخنېوی يې دا دی چې په ښځه او يا خاوند کې  د پورته نښو په لېد سره بايد هېڅ ډول جنسي  اړيکې ترسره نه شي. کليميديا د بکتريا له امله پيدا کيږي، درملنه يې انټي بیوټیکونه/antibiotics او مخنېوی يې خوندي  جنسي اړيکې دي. 

۳- Gonorrhea: پښتو او دري کې ورته سوزاک وايي؛ دا ناروغي هم د جنسي ناروغيو يوه عامه ناروغي ده او درملنه يې تر ډېره اسانه او ساده ده. د سوزاک او کلیمیډیا نښې سره ورته دي؛ کلیمیډیا د سوزاک په پرتله ډېره خطرناکه او ژور درملنې ته اړتيا لري، خو بيا سوزاک په شته انټي بیوټیکونه/antibiotics سره درملنه کېدای شي. د يادونې ده چې د سوزاک ناروغي ځيني کسانو کې د ځوانۍ پر وخت پرته له جنسي اړيکو هم رامنځته کېږي. 

۴- سیفلیس/Syphilis: له جنسي اړيکو پيدا کېدونکې دا ناروغي بيا يو څه ډېره ګواښونکې ده. سیفلیس څلور پړاونه لري. لومړي پړاو کې يې ټپونه پيدا کيږي، داسې ټپونه لکه غټې دانې. دويم پړاو کې بيا دغه ټپونه خولې، مقعد او مهبل ته رسيږي. دې برخو کې دانې وي او دغه دانې خارښت کوي او سوځيږي. درېيم پړاو کې يې نښې - نښانې ورکېږي او ناروغي د څلورم پړاو لپاره تياری نيسي. څلور پړاو يې ځيني کسانو کې تر ټول عمره پاتې کېږي او ځينو نورو کې بيا تر ټول عمره وي. دغه وروستي پړاو کې سیفلیس پر مغزو اغېز کوي. درملنه يې دا ده چې ناروغ بايد لومړي پړاو کې لاس په کار شي؛ انټي بیوټیکونه/antibiotics يې  له منځه وړی شي، جنسي اړيکې بايد تر سره نه شي؛ خو که چېرې خبره له لومړي پړاو دويم او درېيم ته وغځيږي، نو بيا يې درملنه ستونزمنه کېږي. 

۵- Trichomoniasis: دا يوه پرازېټي ناروغي ده؛ د نارينو په پرتله ښځې ډېرې پرې اخته کېږي. دا بيا د جنسي آلو له نيغ په نيغ اړيکې څخه لېږد پيدا کوي. تناسلې آلو کې خارښت، سوځېدل او ټپونه يې نښې - نښانې دي، خو د اندېښنې خبره دا ده چې Trichomoniasis يوازې ۳۰ سلنه کسانو کې خپلې نښې - نښانې څرګندونې او د نښو په څرګندېدو سره يې درملنه هم شونې ده. د نښو په نه ښکاره کېدو سره ناروغۍ شديدت پيدا کوي او وروسته يې بيا درملنه ستونزمنه وي. کله چې د Trichomoniasis درملنه پيل کړی، نو بيا اړينه ده چې ترې درې - درې مياشتې وروسته يې بياځلي معاينې تر سره شي.