دخوست په  دولتي بانک کې د اختلاس په تور د تورنو کسانو په اړه  د خوست ولايت مقام اعلاميه

 
اداري فساد یوه ناوړه او بدنامه پدیده ده ، چې د افغانستان نړیوال شهرت ته یې تاوان رسولی دی .
دغه ناوړه پدیده د سرطان د ناروغۍ په څېر نن ورځ په ټول افغانستان کې خپور شوی دی او په افغانستان کې یې د ښې حکومتدارۍ په لاره کې ډېر خنډونه رامنځته کړي دي . اداري فساد نن د دې لامل شوی ، چې د ولس او دولت ترمنځ واټن زیات کړي او د ناامنیو په ګډون یې افغان ولس د ډېرو ستونزو او ناخوالوسره مخ کړی دی .همداشان د دې بدمرغه ناروغۍ له امله د افغانستان بیارغونه ، پرمختګ او انکشاف د خنډ او ځنډ سره مخ شوی . پورته ټکو ته په پام سره د خوست ولایتي ادارې جدي هلې ځلې پیل کړي دي ، چې د دې ناوړه او شومې پدیدې مخنیوی وکړي ، ترڅو ټولو هغو سپېڅلو اهدافو ته ورسېږو، چې نظام او ولس ورته دواړه له ډېرې مودې تږي او سترګې په لار دي .په دې لاره کې ځينې هغه کسان چې له خپلې دندې یې ناوړه ګټه پورته کړي، په فساد کې یې لاس درلود، نوموړي کسان د قانون تر پنجو رسېدلي ، چې له پلټنو وروسته دا مهال د سزا په موخه په زندان کې اوسي . دا په دې معنا نه ده ، چې نور په دې ولایت کې د اداري فساد پر ضد مبارزه پای ته ورسېده ، بلکې ترهغې پورې به جدي دوام ولري ، ترڅو چې یې په ټوله معنا له دې ولایت څخه لمن نه وي ټوله شوي .
په دې وروستیو کې په خواشینۍ سره باید ووایو ، چې په خوست کې د افغانستان بانک د نماینده ګۍ امر سېدوالي او ورسره څو تنه نور ددولتي موقف څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او د نغدي شتمنیو په لوټولو تورن پېژندل شوي او د بار ، بار رسمي خبرتیاوو په ورکولو سره بیا هم د حساب تصفیې ته نه دي حاضر شوي .
دامهال د یادې قضیې د څېړلو په موخه باصلاحیته هیت ټاکل شوی ، چې موضوع روښانه کړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي . ترڅو تورن کسان مجازات شي او دنورو لپاره د عبرت وړ وګرځي .
بناءً ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته د تېر په څېر دنده سپارل کیږي ، چې د دولتي بانک د نماینده ګۍ امر سېدولي او ورسره د ملګرو په پيدا کولو او نیولو کې ګډو هلو ځلو ته لا دوام ورکړي ، ترڅو تورن کسان ونیول شي او د قانون پنجو ته وسپارل شي، چې په راتلونکي کې د خوست ولایت په ټولو ادارو کې دهر ډول اداري فساد رېښې وویستل شي او ځای یې یوازې شفافیت ونیسي .