د ان لاين فورم ډکولو پر مهال به Zip  او Postal کوډ کلمو سره مخ شوي ياست؛ څه مانا او څه توپير لري؟ 

هر کله چې يو ان لاين فورم ډکوی او يا هم پر - ليکه کوم ثبت - نوم کوي، د زېب کوډ او پوسټال يا پوستي کوډ کلمې د ځای/موقعيت په برخه کې درته راځي.  Zip  او Postal کوډ دواړه ستاسې کره موقعيت او ځای په نښه کوي او په دې پار درڅخه غوښتل کېږي، چې راتلونکي کې ستاسې د اوسېدو او پاتې کېدو ځای ته په اسانۍ سره لاس رسی پيدا شوی وي. 

۱- ZIP کوډ: د Zone Improvement Plan لنډ نوم دی. مانا يې دا ده چې ستاسې د سيمې د ځانګړې کونې پلان. دغه کوډ يوازې په امريکا متحدو ايالتو او فلپين هېواد کې د کارونې وړ دی. ۱۹۶۳ز  کال کې د لومړي ځل لپاره وکارول شو. لومړيو کې دغه کوډ پنځه شمېرې يا عدد وو، خو اوس وخت کې نهه عدده دی. هر کله چې زېب کوډ کاروئ، نو دقيق اوسئ چې يوازې او يوازې عددونه په کې کارول کيږي. ZIP کوډ کې له تورو، ټکو او د ليکنې له نورو نښو کار نه اخېستل کېږي. 

۲- Postal کوډ: دپتې د پيدا کېدو لپاره Postal کوډ ټوله نړۍ کې مروج دی؛ يوازې د امريکا متحد ايالت او فلپين هېوادونه له دې کوډ ګته نه اخلي او پر ځای يې زېب کود کاروي. د Postal کلمه  د Post کلمې راخېستل شوې ده، چې د ليک مانا لري. دغه سېستم په ۱۹۵۹ز کال کې منځ ته راغلی دی، هغه وخت يې کارونه تر  ډېره کاغذي وه، خو اوس وخت کې هم د کاغذ او هم د ان لاين فورمونو لپاره کارول کېږي. د زېب کوډ خلاف، په Postal کوډ کې عددونه، توري او د ليکنې نورې نښې - نښانې ټولې کارول کېږي. دا چې د Postal کوډ کارونه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ده، نو د يو هېواد او بل هېواد بڼې يې توپيري دي خو په ټولې نړۍ کې په همدې نوم د پتې سمې موندنې لپاره ترې کار اخېستل کېږي. 

۳- پايله: Zip  او Postal کوډ دواړه د کره پتې او ځای لپاره استعماليږي؛ د لومړي کارونه يوازې په امريکا او فلپين هېوادونو کې دود ده، خو دويم يې بيا د نړۍ پاتې ټول هېوادونه  استعمالوي. د نړۍ پر مختللو هېوادونو کې که چېرې د يو شي د راغوښتلو فرمايش ورکوی او يا هم کومه بله ان لاين پاڼه ډکوی، نو Zip  او Postal کوډ په کې اړين دي. پرته د Zip  او Postal کوډ له ډکولو به ستاسې فورم بشپړ نه وي او به نشی کولی چې وروسته نورې برخې بشپړې کړی.