د غيبت تاوان او عذاب

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد:
غيبت د ژبې له خطرناکو آفتو او له لويو ګناهونو له جملې څخه يو دی چې خلګو ته يې په کولو سره اکثره وخت ځان ګناهګار نه ښکاري.

غيبت له دې امله ډېر بد کار دی چې له امله يې د هغه مسلمان عزت کمېږي د چا پسې چې غيبت کېږي او الله پاک په خپل سپېڅلي کتاب کې د غيبت کوونکي تشبيه د هغه چا سره ور کړې ده چې د خپل مړه ورور غوښي خوري.

دغه تشبيه ته که فکر وشي، نو دا د دې لپاره بسنه کوي چې له ناوړه کار څخه نفرت وشي او بدوالی يې انسان ته معلوم شي.

غيبت د هغو لويو ګناهونو له جُملې څخه يو دی چې انسان د الله پاک عذابونو ته ور رسوي. (الله پاک دي موږ او تاسو وساتي)

په حديث شريف کې راغلي دي
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- : لَمَّا عُرِجَ بِى مَرَرْتُ بِقَوْمٍ لَهُمْ أَظْفَارٌ مِنْ نُحَاسٍ يَخْمِشُونَ وُجُوهَهُمْ وَصُدُورَهُمْ فَقُلْتُ مَنْ هَؤُلاَءِ يَا جِبْرِيلُ قَالَ هَؤُلاَءِ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ وَيَقَعُونَ فِى أَعْرَاضِهِمْ .
( رواه ابوداود و احمد)

ژباړه: له حضرت انس بن مالک –رضي الله عنه- څخه روايت دی چې رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل: کله چې زه  (د معراج په شپه آسمانو ته ) و خېژول شوم، زه په داسې خلګو ور تېر شوم چې د اوسپني نوکان يې لرل، خپل مخونه او سينې يې پرې ګرولې، نو ما وويل: اې جبريله! دا څوک دي؟ (يعني د کومو ګناهونو کوونکي دي؟)

جبريل- عليه السلام – و ويل: دا هغه څوک دي چې د خلګو غوښي به يې خوړلې او په عزتونو کې به يې لوېدل!!

په دې حديث کې د غيبت کوونکو د يوه عذاب يادونه شوې ده چې الله پاک د معراج په شپه نبي عليه السلام ته ور وليدل چې د اوسپنو په نوکانو يې له خپلو مخونو او سينو څخه غوښې بېلولې او د دې عذاب لامل يې د خلګو غيبت کول او د هغوی په عزت کې لوېدل ياد شول.

نو غيبت د عذاب لپاره يو ستر لامل دی او د غيبت له امله له انسان څخه د ده نېکۍ ختمېږي او بدۍ يې زياتېږي. نو بايد له داسي ناوړه کار څخه ځان هم وساتو او نور کسان هم ترې منعه کړو.
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين