د اسرائيلو فضايي بېړۍ؛ سپوږمۍ ته يې د پلټنو په پار لېږلې خو بريالۍ نه شوه 

له امريکا، چين او روسيې وروسته اسرائيل د نړۍ څلورم هېواد دی چې سپوږمۍ ته يې د پلټنو په پار فضايي بېړۍ لېږلې وه، خو ماموريت يې پاتې او فضايي بېړۍ هلته سپوږمۍ کې نسکوره شوه. د سل مېليونه امريکايي ډالرو په ارزښت اسرائيلي SpaceIL شرکت دغه فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته استولې، په لومړيو کې يې اتيا سلنه ماموريت بريالی وو، خو هغه وخت چې بېړۍ د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کېدله، نو ناڅاپي ټکرونه يې وکړل او ورکړل شوی ماموريت يې بشپړ نه شو. 

د SpaceIL اسرائيلي شرکت مشر چې د فضايي بېړۍ ژوندي نشر کې يې خبرې کولې ويلي دي، چې دوی پر دې پوهېدل چې سل سلنه به دغه فضايي بېړۍ په خپل ماموريت کې بريالۍ نه شي، خو د بريا لپاره يې لومړۍ هڅه وه چې ناکامۍ سره مخ شوه. دوی پر دې فضايي بېړۍ څلور کاله وخت تېر کړی او هڅه يې دا وه، چې د نړۍ د سترو هېوادونو په څېر اسرائيل هم وکولی شي، چې سپوږمۍ کې اغېز خپل او ځای پيدا کړي. 

اوس وخت کې د نړۍ دولتونه او ځيني خصوصي شرکتونه په دې لټه کې دي، چې فضا او په ځانګړي ډول ځمکې ته نېږدې سيارې سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ واستوي او هلته پراخه پلټنې تر سره کړي.