د قزاقستان کړکېچ تر شا څه روان دي؟ هلته هم روسيه او امريکا سره ښکر په ښکر شوې؟ 

تېره اوونۍ د قزاقستان له تيلو غني ښار، جانااوزن کې د تيلو د بيو د لوړېدو له امله سوله ييز لاريونونه پيل شول؛ لنډ وخت کې دا لاريونونه په داسې تاوتريخوالي بدل شول، چې د قزاقستان په تاريخ کې بې سارې وو؛ حکومت بېړنی وضعيت اعلان کړ، لسګونه کسان مړه، ژوبل، دولتي ودانۍ وسوځول شوې او د قزاقستان ناارمۍ نړيوال محبوبيت پيدا کړ. 

قزاقستان په منځنۍ اسيا کې پروت هېواد دی؛ روسيې، چين، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري. قزاقستان د تيلو او نفتي موادو غني هېواد دی؛ د نړۍ د خامو تيلو د توليد په برخه کې دولسم ځای لري. دغه هېواد تر ۱۹۹۱ز کال پورې د پخواني شوروي يووالي برخه وه. 

د قزاقستان، جانااوزن ښار کې اوسنی تاوتريخوالی د ۲۰۱۱ز کال مرګوني لاريونونو وروسته دويمه ګدوډي ده. دغه ښار کې په ۲۰۱۱ کال کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه شوي وو، چې لسګونه کسان په کې وژل شوي وو. قزاقستان کې د اوسني واکمن حکومت  پر وړاندې سياسي اپوزېسيونونه او مخالف سياسي ګوندونه شتون لري، چې د ۲۰۱۱ز کال په څېر کوچنۍ ناارمۍ په ستر ناخوالو اړولی شي. 

نورسلطان نظربایف، د قزاقستان لومړنی ولسمشر وو. دی له ۱۹۹۰ بيا تر ۲۰۱۹ پورې، نېږدې ۳۰ کاله د قزاقستان ولسمشر وو. قاسیم جومارت توکایف، د نورسلطان نظربایف ځای ناستی؛ د قزاقستان دويم او اوسنی ولسمشر دی. نېږدې ختیځ پوهنتون کې د نړيوال اړيکو پروفيسور، آسل توتوملو د قزاقستان په جانااوزن ښار اوسنی تاوتريخوالی د اقتصادي ناخوښۍ پر ځای د سياسي ناخوښۍ له امله بولي. د نوموړي په وينا چې قزاقستان کې اوس هم ټول سياسي واک د پخواني او لومړني ولسمشر نورسلطان نظربایف په لاس کې دی؛ قاسیم جومارت توکایف يو سمبوليک ولسمشر دی؛ په داسې حال کې چې د هېواد دننه او بهر ټولې پرېکړې د پخواني ولسمشر او د هغې نېږدې کړۍ کوي. د آسل توتوملو په نظر، جانااوزن ښار کې  د تاوتريخوالي ډک لاريونونه نه دي د تيلو د بيو د لوړېدو پر اساس دي او نه هم د قاسیم جومارت توکایف د حکومت پر وړاندې؛ اصلي لامل يې د نورسلطان نظربایف د ديرش کلن سياست پر وړاندې د قزاقستان دننه د سياسي مخالفو ډلو راپورته کېدل دي،  چې بې له شکه ستر قدرتونه يې تر شا ولاړ دي. 

له جانااوزن ښار لاريونونه د قزاقستان نورو ښارونو  ته هم ژر ورسېدل، هلته هم خلک د شته رژيم پر وړاندې پورته شول؛ د تيلو بيو لوړېدل يې يو پيل وو، خو د دغه تاوتريخوالي تر شا ستر مسايل دي او هغه هم د اوسني رژيم بدلېدل. لاريونونو کې هم يو شمېر لاريون کوونکو د تيلو بيو د ارزانه کېدو پر ځای؛ حکومت دې بدل شي، موږ سياسي بدلون غواړو، نورسلطان نظربایف دې نور سياست خوشی کړی او ورته نور شعارونه ورکول. 

د تاوتريخوالي په ډېرېدو سره ولسمشر قاسیم جومارت توکایف له روسيې د مرستې غوښتنه وکړه؛ روسيه  لکه له وړاندې چې ورته تياری لري، درې زره پوځيان يې قزاقستان ته ولېږل او هلته د يو شمېر مهمو دولتي ودانيو لکه هوايي ډګر امنيت يې په لاس کې واخېست. روسيې په دې اقدام سره يو ځل بيا نړۍ ته وښوودله چې د پخواني شوروي يووالي هېوادونو د بد او ښه وضعيت يوازينی مسووليت او امتياز ور سره دی. قزاقستان ته د روسيي ځواکونو تګ څرګنده کړه، چې روسيه له خپلو پولو وراېخوا د سيمې پر هېوادونو پوره اغېز لري او دا چې اوس امريکا سره د نړيوال ځواک پر سر ډغرې وهي، نو روسيه لا وړاندې سيمه ځواک شوی دی. 

روسيې په دې اقدام سره د خپلو نېږدې هېوادونو ملتونو ته دا پيغام ورسولو، چې که چېرې ملتونه د امريکا د ليبرال ديموکراسۍ په نشه کې د خپلو ديکتاتور مشرانو پر وړاندې راپورته شي او دې سره د روسيې د خوښې رژيمونه په امريکايۍ بڼه تغير کړي، نو روسيه به د خپلو نېږدې هېوادونو د ديکتاتور مشرانو ترڅنګ دريږي او د ملتونو پر مټ د امريکا د رژيم د تغير پلانونه به خنثی کړي. 

د امريکا په بهرني سياست کې پخواني ولسمشر جورج ډبيلو بوش له وخت وړاندې د دفاع په نوم سياست مشروع کړی وو او دې سره به يې پر هغه هېوادونو بريد کولو، چې امريکا په راتلونکي کې ترې ګواښ احساسولو. روسيې د قزاقستان په کړکېچ د امريکا په څېر سياست په يوې بلې بڼې پلی کړی او دې سره يې قزاقستان کې د پوځي شتون په پار بهانه جوړه کړه. 

امريکا چې له وړاندې په سمبوليکه توګه د مدني ازاديو او لاريونونو ملاتړ کوي، اوس مهال يې هم غبرګون دا وو چې د قزاقستان حکومت بايد له پوځي لارو او تاوتريخوالي کار وانه خلي؛ بيا د روسيې پوځي دننه کېده خو د امريکا لپاره په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده. د قزاقستان له شته رژيم سره د روسيې او لاريون کوونکو ډلو سره د امريکا درېدل به، د اوږد وخت لپاره د قزاقستان وضعيت ناارمه او کړکېچن کړي.