د رئيس الوزرا لومړی مرستيال: تېرو شلو کالونو کې هېڅ  بنسټيز کار نه دی شوی

روهي (جمعه/د مرغومي ۱۷مه)، د رئيس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برارد په يو تازه وېډيويي پيغام کې ويلي دي، چې په تېرو شلو کالونو کې افغانستان کې هېڅ داسې بنسټيز کار نه دی شوی، چې هېوادوالو ته د کار زمېنه په کې برابره شوې وي او يا هم د هېواد د پرمختګ سبب شوی وي. 

برادر ويلي چې هېواد اوس مهال په يو حساس وضعيت کې دي؛ ظالمانه بنديزونه پرې لګول شوي دي، چې له امله يې افغانان په ستونزو کې دي. نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتې، چې د سياسي مسايلو وراېخوا دي، اوس وخت کې د بشر پالنې پر بنسټ، افغانانو سره مرستې  وکړي. 

نوموړي ويلي دي چې وروستيو واورو او اورښتونو خلکو ته هيلې ورکړې خو  په ورته وخت کې سيلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي، چې مرستندويه ادارې بايد په داسې يو وضعيت کې د افغانانو لاس نېوی وکړي. 

نوموړي دا ډاډ هم ورکړی دی چې د افغانستان اسلامي امارت د بېړنو پېښو پر وړاندې چمتوالی لري او له اړونده مسوولينو يې غوښتي دي، چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو او سيمو کې د اړو کسانو لاس نېوی وکړي.