د خوست معترضو کانديدانو د پرېکون او لاريونونو ګواښ وکړ

په خوست ولايت کې يوشمېرمعترضوکانديدانو او قومي مشرانو د يوې غونډې پرمهال وويل چې که ولسمشر کرزی د محکمې له پريکړې وړاندې د پارلمان پرانستنه وکړي نو دوی ته د منلو وړ نه ده.
ياد شوي كسان په خوست كې د قومونو او پيوستون شورا په دفتر كې راټول او ګواښ يې وكړ چې د دې كار په غبر ګون كې به سيمه وال وهڅوي چې د دولت سره پرېكون او پر وړاندې يې لاريونونه وكړي.
داغونډه چې قومي مشرانو او يو شميرناخوښه او د ولسي جرګې په اوسنيو ټاكنو كې ناكام اعلان شوو کانديدانو پکې ګډون کړی وو په خوست کې د قومونو پيوستون شورا په دفتر کې جوړه شوي وه، معترضو نوماندانو په ولسمشر تور ولګوه چې د اختصاصي محکمې ته د درغليو او سرغړونو د څيړلو لپاره د ورکړل شوې موده چې ده په خپله اعلان كړې وه را لنډه كړه، د غونډې ګډونوالو د دې كار لامل د يو شمير بهرنيوهيوادونو او په هيواد كې دننه د زوراکو کړيو فشار په ګوته کړ.
په همدې مهال ولسي جرګې ته له خوست نه كانديداو د قومونو پيوستون شورا مشر غازي نواز تڼي وويل چې د اختصاصي محکمې له پريکړې وړاندې د پارلمان پرانستل د اساسي قانون د درې اتيايمې مادې خلاف عمل دی، نوموړي ګواښ وکړ که ولسمشر د يادې محکمې له پريکړې وړاندې د پارلمان پرانستنه وکړي، نو ولس به وهڅوي چې له دولت سره پريكون وكړي، په لاريونو لاس پوري کړي، لوې لارې وتړي او له دولت سره له هر ډول همکاريو لاس واخلي.
د مندوزيو ولسوالۍ يوتن مشرانجينرمزارعلي بيا وايي چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لوري اعلان شوي د خوست ځيني وکيلان د رايو پر بنسټ نه بلکې د درغليو له مخې پارلمان ته ورغلي دي، د ده په خبره چې ځكه خو کامياب شوي کسان دوى ته د منلو ړو نه دي.
كه د چارشنبې په ورځ ولسي جرګه پرانستل شي نو له هغه وروسته به معلومه شي چې ولس به يې په غبرګون كې څه كوي.