ولسمشر کرزی وښکنځل شو

پرون د ولسي جرګې درې سوو معترضو کانديدانو په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره وليدل او هغه يې په بې کفايتۍ تورن کړ. د کاپيسا پخواني وکيل حاجي فريد هغه ته وويل ،چې ته د افغانستان ولسمشر نه يې او زموږ غوندې يو بېچاره سړی يې چې د خپلو پرېکړو واک نه لرې. معترضو کانديدانو وويل، چې د ولسمشر کړنو ستره محکمه هم بې حيثيته کړه. خو ولسمشر وويل ، چې يو شمېر بهرنيو کړيو او سفارتونو کامياب کانديدان هڅول چې په خپل سر ولسي جرګه پرانيزي.
خبرونه وايي، چې معترض کانديدان بېګا شپه په ارګ کې پاتې شول او ګواښ يې وکړ ، چې دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.