له متفکره تر مفسده؛ غني چا داسې بدرنګ کړ!؟ 

دوه ورځې وړاندې، د سازمان شوي جرمونو او فساد راپور ورکولو پروژې يا OCCRP په نوم ادارې، په خپل يو تازه راپور کې  د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د نړۍ د ترټولو ډېر فساد کوونکو مشرانو په نوملړ کې ځای کړی. دغه نوملړ کې د بلاروس ولسمشر په لومړۍ شمېره کې راغلی؛ د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د سوريې ولسمشر بشارالاسد هم په کې شامل دي. 

له دغه ارګان ورېخوا، هم په کور دننه او هم بهر کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د پراخه فساد ويل کيږي؛ هغه مهال چې دی ولسمشر هم وو، نو چې کله به د نړيوالو ادارو د فساد نوملړونه خپرېدل، افغانستان به يې په سر کې وو. که هر څومره نوموړي، فساد سره د مبارزې ويل او دې برخه کې يې کار کولو، خو نه د جمهوريت پر مهال او نه هم له واک وروسته، دی د فساد له تورونو خلاص نه شو. په کور دننه او بهر کې، د اشرف غني په اړه د دوه ډوله فساد ويل کيږي، ځيني په خپله دی په فساد تورنوي او ځيني نور بيا، د ده تر مشرۍ حکومت او اداره  له فساد ډکه بولې. 

هغه مهال چې اشرف غني په ۲۰۱۴ کې د ولسمشريزو ټاکنو نوماند وو، نو په اړه يې ډېرې ښې - ښې خبرې او ستاينې ويل کېدې/اورېدل کېدې؛ د نړۍ دويم متفکر، اقتصاد پوه، د ناکامو دولتونو جوړونکی، او ختی ځيني به يې ستاينه کې دومره تر اغراق او غلو لاړ، چې د امريکا، چين او ترکيې اقتصادي نظامونه هم  اشرف غني رغولي او پر پښو درولي دي. د اشرف غني په اړه د فساد مسله دوه اړخيزه ده؛ يو تورونه او ادعاوې دي، چې سياسي شاليدونه لري او بل هغه څرګند حقيقت دی، چې د نوموړي په نېږدې اووه کالنه دوره کې افغانانو پر سر تېر کړی. په پيسو د دولتي څوکيو او دندو خرڅېدل، خيالي دولتي کارمندان او پوځيان، په ګمرکونو او نورو مالي ادارو کې ښکاره چور او تالان، دومره غلا چې د مشرانو جرګې غړي چې د غلا او فساد د څېړنې په پار ټاکل شوي/لېږل شوي وو، په خپله غله وختل او له جيبونو يې په زرګونه ډالر رابهر شول. 

په لومړيو کې يې هم نړۍ ستاينه کوله، هم افغانان پرې ورمين وو؛ او هم په خپله اشرف غني د يو جنت افغانستان د جوړېدو او فساد د ورکېدو ويل؛ خو څنګه د نړۍ دويم متفکر، د نړۍ د مسفدو ولسمشرانو له ډلې شو؟ غني که متفکر او پاک وو، نو دی (غني) چا داسې بدرنګ کړ؟ دلته يې پنځه  ستر لاملونه ليکو: 

۱- د غني خپله کمزورتيا:
ښايي غني به په خپله سټه دومره فساد کوونکی نه وي څومره يې چې په اړه ادعاوې کيږي، خو د هېواد د مشر په توګه د ټول ښه او بد کار کرېډټ يا امتياز بيا هم ده ته ګرځېدو. اووه کاله دی د افغانستان ولسمشر وو؛ که د قدرت جزيرې وې، که د نړۍ او ګاونډيانو دوه مخي سياستونه وو او که بله هره ناخواله؛ يو غښتلي هېواد مشر کولی شول چې سمې او له منځه يې يوسي. غني د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې پر اساسي قانون معامله وکړه، واک يې وېش کړ، يو هېواد، دوه ولسمشره او دې سره يې نه يوازې فساد، بلکې ډېرو نورو ناخوالو ته لار برابره کړه. اشرف غني د هېواد نظام، د قانون پر ځای، پر مصلحت ودرولو؛ په مصلحتي حکومتونو کې له جوړښت/ساختار وړاندې وګړي/افراد مهم وي؛ د اصولو او قانونو پلي کېدو پر ځای به د ځانګړو کړيو او سياستوالو خوښې منل کېږي او زړونه به ساتل کېږي، چې دا بيا د فساد او نورو سترو ناخوالو زېږنده ده. غني د ملي يووالي حکومت په جوړولو، ځان د سياسي ټکيه دارانو  په لاس کې ورکړ. يوه خوا به يې چې راټينګه نو بله به ترې شړېدلې وه. غني که دا کار د قدرت لاس ته راوړلو په پار کړی وي او که پرې د بهرنيو فشارونو له امله؛ خو ځان يې په يوې تنګې دايرې کې رابند کړ او پايلې يې داسې وې، چې وروسته يې دی هم پر مهار واکمن نه وو. غني ورته چاره بيا تکرار کړه، يوازې نوم يې بدل او سياسي هوکړه وه، نور يې د تېر په څېر له اساسي قانون سره په ټکر کې ځان دواک په سر کې پاتې کړ او سياسي قدرت يې په قومي ډول تقسيم کړی. دا ډول چارې لامل شوې، چې اشرف غني يې کمزوری او په ډېرو ملي مسايلو کې، د خپلې پرېکړې پر ځای مصلحتونو کې ګير شو. 

۲- په رېښتنې بڼه او پرته له شکه مسفده کړۍ: 
ښايي ډېر کم افغانان به پيدا شي، چې د محب، فضلي او ورته ځينو نورو  نورو مفسدينو نوم په اورېدو استفراق ونه کړي او بد - رد ورپسې ونه وايي. دا چې غني له ولسمشرۍ په جلاوطنۍ اړ شو؛ د نړۍ د متفکر پر ځای د نړۍ د مفسدو ولسمشرانو په نوملړ کې شو او دا اوويا سپين ږيری يې داسې بدرنګ کړ؛ د حمد الله محب او فضل فضلي غوندي پردي پاله او ستر مفسدين وو. موږ يې دلته د د نمونې په ډول د فضلي او محب نومونه اخلو؛ خو د غني په اووه کاله حکومت کې د محب او فضلي غوندې څېرې په لسګونه وې، چې د فساد ټول ډولونه او په هرې بڼې يې خيانت يې پرته له وجداني عذاب په راحتۍ کولو. څومره چې ملت غني ته چيغې ووهلې، چې ته نه يې خبر،  چې په ولس څه درد او عذاب دی او ته نه يې خبر چې حکومت دې څه کوي؛ ته ځانګړې کړۍ محاصره کړی يې او له ولس يې لېرې ساتل یی، خو متفکر ولسمشر به هم په تُنده لهجه ورته ويل، چې نه، داسې نه ده، زه هره ورځ له ولس ځان خبروم او ولسي خلکو سره ګورم. غني نه وو خبر، چې محب او فضلي ترې هر څه په لاس کې اخېستي وو؛ هغه ولسي کس هم محبی او فضلی وو. غني دې ډول خلکو بدرنګ کړ، دې ډول خلکو سپک کړ او دې ډول خلکو غني بدرنګ کړ. دا ډول خلک غني سره اووه کاله وو او غني ته خاص وو. غني پر دوی  ډېر باور پيدا کړی وو، خو دوی افغان دښمنه او پردي پردي پاله وو. 
 
۳- غني ولس سره رېښتنی نه وو: 
غني تر اخيره ولس ته د زړه خبره ونه کړه؛ نه يې د امريکا دوه  مخي ورته بربنډه کړه، نه يې خپل مجبوريتونه او غښتلتياوې ورته ښوودلې، نه يې د جګړې په راز پوهول او نه يې هغه څه ولس ته ويل چې دی ا و ټيم يې پرې خبر وو. اوس د غني نېږدې کسان له رسنيو سره خبرو کې وايي، چې دوی او غني د افغانستان له وضعيته په ژورې بڼې خبر وو، برخليک يې ورته څرګند شوی وو، خو بيا هم ولس ته د ډرامۍ د ښېښې او سکرين اړخ ښوودل کېدو؛ او پر ولس يې دومره باور نه و، څومره چې ولس پر غني درلود. غني ولس ته د ابجد په ژبه غږېدو، شپږ مياشتې وروسته يې د وضعيت د ښه کېدو ويل، خو په اصل کې شپږ مياشتني وروسته د خپلې بسترې د ټولېدو مسله وه. غني ولس له ځان لېرې کړی وو او د پخوا خبرې په تائيد، ټول ولس يې د محب، فضلي او نورو په سترګو کې لېدلو. غني د ولس په زړونو کې وو، خو که چېرې دی د هغه کسانو په فساد پوهه شوی وای، چې پر نوموړي راچاپيره وو. 

۴- غني پر بهرنيو ډېره تکيه کوله، خو په فريب يې پوهه نه وو: 
اشرف غني د امريکا لمنه ډېره ټېنګه نېولې وه؛ د امريکا دوه مخي سياستونه به يې ډېر لوستي او حتی تدريس کړي وي، خو خپله يې هېڅ عبرت ترې وانه خېست. امريکا نه يوازې غني سره رېښتنې نه وه، بلکې په خپل ټول تاريخ کې يې چل - ول او نادوستانه سياست کړی. ملت نن هم وږی دی او د غني په حکومت کې هم وږی وو؛ که غني د امريکا پر مخ څپېړه ورکړې وه او هغه مهال وېش چې د بهرکېدو په پار ورته طالبانو ټاکلو يا خپله امريکا ځان ته ټاکلو؛ غني په کلکې ادارې په ۲۰۱۴ کې ورته ټاکلی وای، نو نن مفسد نه معرفي کېدو. غني بايد  دا بدنامه ټاپه، چې د امريکا تر سيوري لاندې حکومت کوي، له ځان ډېرۍ وختي لېرې کړې وای. 

۵- غني طالب سره دومره دښمني کوله، چې ورته نه وه په کار: 
طالبان هم پرون او هم نن يو رېښتنی حقیقت دی او پر شتون يې سترګي نه شي پټېدلی؛ غني طالبانو سره داسې دښمني غږوله، چې د يو افغان په توګه ورته نه وه په کار. هغه د ټول شموله حکومت خبره چې غني د کابل له پرېښود وروسته په خپل وېډيويي پيغام کې له دُبۍ وکړه، کاش ۲۰۱۴ کاله کې يې کړې وای. غني به په هرې خپلې وينا کې د طالبانو د ځپل کېدو  او يا تسلمېدو ويل؛ سوله ييزه لهجه او هم په عمل کې کړنې يې هغه چې په کار وي، په هغې اندازې نه وې. نوموړي به ټېنګار په دې کولو، چې واک په د ټاکنو له لارې ځای ناستي ته سپاري... کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله سره د امريکا په لاس وهنې پر اساسي قانون معامله او د واک وېش وو، نو د غني دريځ د روغې  وو، خو که طالبانو سره رېښتنې سوله وه، بيا به غني په کې جمهوريت او ټاکنې راپورته کړې. که پخواني ولسمشر، خپله اووه کلنه واکمنۍ کې طالب ته ورور ويلی وای، د افغانستان او ولس لپاره لکه نن چې وايي، هغه وخت له واک تېر وای، نو غني به نن د محب او فضلي له فسادونو او خيانتونو پاک او نوم يې د نړۍ د مفسدو ولسمشرانو په نوملړ کې نه وای. 

اشرف غني په تېرو اوو کالونو کې افغانستان لپاره بنسټزې چارې هم کړې دي؛ د پاکستان پر وړاندې د غني سياسي دريځ د افغانانو د زړه غوښتنه وه؛  غني نړۍ ته د پاکستان رېښتنې او له منفاقت ډکه څېره ورښودله؛ غني د اوبو د مهار ښې چارې هم عمل کې کړې او هم يې ورته پلان درلود، غني افغانستان له سيمې سره نښلولی وو او ډېر نور. غني به تر نن غني پاتې وای، خو يو يې امريکا رټلې وای، طالبانو سره يې له زړه سوله کړې وای او د مسفدو چارواکو پر ځای يې ځان د هغه ولس منځ ته اچولی وای، چې نن هم ورپسې ژاړي.