د چاپېریال ساتنې ملي اداره: هغوی سره قانوني چلند کوو چې د هوا د ککړتيا سبب کيږي

روهي (يوه نۍ/۵ د مرغومي)، د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د هوا د ککړتيا د مخنېوي برخه کې ګړندۍ چارې تر سره کوي او له هغه کسانو سره به قانوني چلند وشي چې کابل او نورو ولايتونو کې د هوا د ککړتيا سبب کيږي او له اصولو سرغړونې کوي. 

د دغه ادارې په خبرپاڼې کې ويل شوي دي، " د هوا ککړتیا هر کال د ژمي په موسم کې خورا لوړې کچې ته رسیږي او د ټولو ښاریانو په روغتیا مستقیمې اغیزې لري او د دې مخنیوی زموږ ټولو ګډ مسولیت دی."  

خبرپاڼه کې وړاندې ليکل شوي، "د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو دولتي ادارو او وزارتونو، د خصوصي سکتور تاسیساتو، لوړپوړیزه ودانیو، کورونیو او نورو ککړونوکو منابعو له مالکانو څخه په کلکه غوښتنه کوي ترڅو د هوا د ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په موخه لازم تدابیر ونیسي. 

دغه اداره همدا ډول خبرداری ورکوي، چې د دې خبرپاڼې له نشر څخه وروسته به د دې ادارې د نظارت او تفتیش مسوولین د کابل ښاروالۍ او اړونده ادارو سره په ګډه د هوا د ککړتیا د منابعو څخه څارنه کوي او له سرغړونکو سره به قانونی چلند کیږي.