د کونړ ځیني اوسېدونکي: پر کونړ پاکستانۍ ډرون الوتکې بريدونه کوي 

روهي (يوه نۍ/۵ د مرغومي)، د پاکستان له خوا پر کونړ د توغنديزو بريدونو وراېخوا، د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د پاکستانۍ ډرون الوتکو د ګرځېدو او بريدونو خبرداری ورکوي؛ د ځايي اوسېدونکو په وينا چې د پاکستان له خوا بريدونو کې خلکو ته ګڼ مالي تلفات اوښتي او څاروي وژل شوي. 

له بلې خوا، کونړ کې د دويمې پلې لوا قومندان خبرداری ورکوي، چې نور به د پاکستان بريدونه بې ځوابه پاتې نه شي؛ نوموړي په دې  اړه ويلي، "موږ ښه ګاونډیتوب غواړو خو که چا پر موږ پاکستان بريد وکړ که هغه پیاده ګوزار وه او که یا د توغندي ګوزار و، د پیاده لپاره موږ مجاهدین اماده کړي او د توپونو لپاره مو توپونه ورته اماده کړي دي."

د ا.ا.ا يو با سرتيري رسنيو سره خبرو کې ويلي، "دا چې پاکستان زموږ پر وطن کوم برید کړی و او توپونه یې ویشتلي وو، ان شاالله ځواب مو ښه په کلکه ورکړی دی او ځواب به ورکوو."
 
د يادونې ده چې نن د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال هم کابل کې يوې ولسي ناستې ته په خبرو کې ويلي، چې له هیچا سره جنګ نه غواړو، خو که څوک زموږ سرحدونو او هیواد لپاره بد نیت لري پروړاندې یې دریږو.