علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا reference) ليکل؛ بشپړ لارښوود - لومړۍ برخه 

 علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا reference) ليکل؛ بشپړ لارښوود - لومړۍ برخه 
هر کله، چې يوه علمي ليکنه کوی، د پوهنتون مونوګراف يا تېزيس ليکلی او يا هم کوم بل څړنيز کار کوی، د سرچينو يا منابعو ذکر، چې مالوماتو له کومو ځايونو راخېستي دي، اړين دي. په پښتو، انګلېسي او دري ژبو کې بېلا بيلې کړنلارې شتون لري چې د علمي کار په اخير کې سرچينې ذکر کيږي؛ پوهنتونونه او استادان هم خپل ځيني ځانګړي اصول لري چې د سرچينو د ذکر لپاره پرې ټېنګار کوي. 

دې ليکنه کې په نړيوالو معيارونو برابر علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا reference) ليکل در ښييو؛ شااوخو تر اوسه پنځه عمومي کړنلارې شتون لري چې د هغې اړوند ماخذونه ذکر کيږي، بيا هر ميتود ځان ته ځانګړي اصول لري. 

American Psychological Association -APA بڼه: 
د امریکا رواني ټولنه هم د اخځلیکونو د ذکر ځانګړنې بڼه لري، چې انګلېسي کې يې لنډه بڼه APA  ليکل کيږي. دغه بڼه کې اخځليکونه په لاندې ډول ذکر کيږي. 

۱- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو کتاب لاندې ځانګړنې ولري: 
- ليکوال يې يو کس وي؛ 
- د چاپ کال يې مالوم وي؛ 
- لومړی چاپ يې وي؛ 
- کتاب چاپ شوی وي، انټرنېټ يا کمپيوټر کې نه وي. 
دغه صورت کې اخځليک پر لاندې ډول ليکو:
- لومړی د ليکوال نوم؛ 
- بيا کامه (،)؛ 
- بيا د ليکوال د نوم مخفف ټکي؛ 
- بيا ټکی (.)
- بيا په دوه قوسونو کې د چاپ کال؛ 
- د چاپ کال وروسته بيا ټکی (.)؛ 
- د کتاب نوم
- ټکی يا فول سټاف؛ 
 - د خپرندويه ټولنې نوم؛ 
- او په اخير کې بيا ټکی. 
په ياد ولرئ، دې بڼه کې د ليکوال نوم سره ډاکټر، ماسټر يا نور نه ليکل کېږي. 
بېلګه: Smith, J. D. (2009). Research ethics in New Zealand: A student guide. Rata Press.

۲- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو کتاب دوه ليکوالان ولري؛ د دوه ليکوالانو نومونه په کامه (،) او دې نښې (&) سره بېليږي نور يې بڼه د پاس په څېر ده. 
بېلګه: Smith, J. D., & Khan, V. (2009). Research ethics in New Zealand: A student guide. Rata Press.

۳- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو کتاب له درېيو بيا تر شلو ليکوالان ولري؛ هغه پاس بڼه وکاروئ، خو د هر ليکوال تخلص لومړی، بيا کامه، ورپسې، د نوم لنډ توري يې اصلي نوم يې؛ د اخير ليکوال نوم وړاندې د (او) يا (&) نښه کېږدئ. 
بېلکه: Smith, J. D., Khan, V., & Zhang, H. (2009). Research ethics in New Zealand: A student guide. Rata Press.

۴- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو کتاب له شلو ډېر ليکوالان ولري، بيا هغه پاس بڼه کارول کېږي، خو د ليکوالانو د ذکر برخه کې دغه اصول پام کې ونېسئ. 
- د هر ليکوال تخلص؛ 
- بيا له تخلص وروسته کامه، 
- له کامې وروسته د ليکوال اصلي نوم يا د نوم لومړني توري راځي، بيا به ټکی کېښودل شي او له ټکي وروسته بيا کامه او د بل ليکوال نوم؛ دا لړۍ تر ۱۹ ليکوال پورې وغځوئ او له ۱۹ ليکوال وروسته نور د ليکوالانو نومونه مه ليکئ او پر ځای يې درې ټکي (...) کېږدئ. 
بېلګه: Smith, J. D., Khan, V., Zhang, H., Williams, T., Garcia, J., Sato, Y., Thompson, D., Taylor, F. G., McDonald, L., Laine, C., Arnott, A., Fisher, V., Derryck, W., Young, N., Creswell, I., Greene, P., Walsh, Dubois, T., Wright, B., … Roach, C. (2009). Research ethics in New Zealand: A student guide. Rata Press.

۵- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو  د کتاب ليکوالان يوه ډله يا د يوې ادارې او ارګان کارمندان وي، بيا پاس بڼه کارول کېږي، خو د ليکوال د نوم پر ځای به د اړوند ادارې نوم ذکر شي، بيا به ټکی (.) کېښودل شي او بيا نور مالومات چې وړاندې بېلګو کې مو ذکر کړل، راوړل کيږي. 
بېلګه: Ministry of Education. (2009). Research ethics in New Zealand: A student guide. Rata Press.

۶- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو  د کتاب ليکوال مالوم نه وي، نو بيا د ليکوال پر ځای کې هېڅ هم نه ليکل کيږي. دې وخت کې د کتاب نوم لومړی ځل راځي او کال ورپسې. 
بېګه: Research ethics in New Zealand: A student guide. (2009). Rata Press.

۷- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو  د کتاب د چاپ نېټه مالومه نه وي، نو بيا به د پورته بڼو په ډول يوازې د کال ځای کې (nd) توري وليکئ، چې د no date مانا ورکوي. 
بېلګه: Smith, J. D. (n.d.). Research ethics in New Zealand: A student guide. Rata Press.