ټولګټو چارو وزارت وايي چې په نېږدې تېرو څلورو مياشتو کې يې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې پر رغنيزو پروژو پنځه سوه مېليونه پيسې  لګولي دي. د دغه وزارت مرستيال نن کابل کې يوې رسنيزې ناستې ته د ټولګټو چارو وزارت له خوا د بشپر شويو او هغه پروژو چې چارې يې روانې مالومات ورکړل.