د پاکستان حکومت ته توصیه کوم، زموږ کورنيو چارو کې لاسوهنې مه کوئ 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د لېندۍ)، نن اسلام اباد د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړې ناسته تر سره شوه، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ورته وينا وکړه؛ عمران خان خپلو خبرو ويلي چې افغانستان کې د داـعش په شمول د نورو وسله والو ډلو فعاليت د پاکستان په زيان بللی. 

حامد کرزي د عمران خان خبرو ته په غبرګون کې پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي، "د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم ښاغلی عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼي، همدارنگه  دا چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره  تبلیغ بولي ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.

پخوانی جمهور رئیس د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي، په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونکړي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د  حسنه او متمدنو  روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي."

تر اوسه د افغانستان ا.ا د عمران خان څرګندونو او  د حامد کرزي د غبرګون په اړه څه نه دي ويلي.