د ملګرو ملتو يو کارکوونکی له نيويارک څخه د سپټمبرد پېښې په اړه دشکمنو څرګندونو له امله ايستل کيږي

 
په ملګروملتوکې د بشري حقونو ځانګړی رېپورټر (رېچارډ فالک) وايي، چې د سپټمبر پېښه په خپله د امريکې له خوا يوه جوړه شوې ډرامه وه ، چې په پايله کې يې امريکې پر دوو اسلامي هېوادو بريدونه وکړل. د ده په وينا دغه دسيسه په امريکا کې واکمنو يهودانو له خوا جوړه شوې وه. دی استدلال کوي، چې د نيويارک ل هبرجونو سره څېرمه يوزيات شمېر يهودان ژوند کوي چې په دې ورځ ټول له سيمې څخه ايستل شوي وو او يوازې دګوتو په شمېر يوڅو يهودان چې وژل شوي هغوی ښايي بې خبره او بې رابطې پاتې شوي وي.
په امريکا کې د يهودانو يوې لويې ټولنې اوس هڅه پيل کړې، چې رېچارډ فالک له ملګرو ملتو ادارې او نيويارک څخه وشړي او د ملګرو ملتو لهادارې يې د ده د لرې کولو غوښتنه کړې ده.