سرچينې:  ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي استعفا کړې او غني ته يې لېږلې

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د لېندۍ)، د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې استفعا کړې او استعفا ليک يې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته لېږلی دی. 

تر اوسه په خپله غلام محمد اسحاقزي د دغه خبر پخلی نه دی کړی، خو ملګرو ملتونو کې څلور افغان ډېپلماټانو رسنيو ته د دغه خبر تائيد کړی. د ملګرو ملتونو د باور ورکونې کمېيتې اوونۍ وړاندې دغه سازمان کې د افغانستان څوکي اسحاقزي ته ورکړه او د نوموړي ماموريت يې وغځولو. 

طاـلبانو سهيل شاهين دغه څوکۍ ته نوماند کړی او ملګرو ملتوو ته ورپېژندلی دی، خو د ملګرو ملتونو د باور ورکونې نهه کسيزې کميټې طالبانو ته د دغه څوکۍ ورکړه، ځنډولې او ويلي دي چې څه وخت وروسته پرې بيا کتنه کوي. 

د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ د اسحاقزي د استعفا لامل د پخواني جمهوريت سقوط او اوس وخت کې پلازمينې کابل سره د اړيکو غوڅېدل ښوودل شوي دي. تر اوسه د طالبانو ا.ا او د تېر جمهوريت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.