مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

د اسعارو د تبادلې نرخ په کمېدو سره افغاني اسعار په تېرو ۲۰ کلونو کې د ډالرو پر وړاندې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی. د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر ۱۱، ۱۲ او ۱۳مه، د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت په دوو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. یو ډالر اوس په بازار کې د 110 او 130 افغانیو تر منځ دی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي سړه هوا مخ په زیاتېدو ده، په هېواد کې د لوږې، ناروغیو او بې وزلۍ د مخ په زیاتېدو خبرداری لا د مخه ورکړل شوی او روان وضعیت به دا چاره لا پسې سخته کړي.

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په وینا، د افغانستان بانکونو کې د ډالرو زیرمې مخ په کمېدو دي او که طالبان بازار ته د "نغدو" په راوړلو کې پاتې راشي، د هیواد بانکونه به اړ شي چې خپلې دروازې وتړي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ دمخه، د هېواد مرکزي بانک هڅه کوله چې په منظمه توګه د ډالرو په پلورلو سره د ملي (افغاني) اسعارو د ارزښت د کمېدو مخه ونیسي. دا وخت مرکزي بانک د مایعاتو له بحران (د مایعاتو بحران یو مالي حالت دی، چې په ورته وخت کې په ډیری سوداګرۍ یا مالي موسسو کې د نغدو پیسو یا په اسانۍ سره د بدلیدو وړ نغدو شتمنیو نشتوالي لخوا مشخص کیږي.)  سره مخ دی او نشي کولی امریکایي ډالر په سوداګریزو بانکونو او د پیسو خدماتو چمتو کوونکو باندې وپلوري. په همدې حال کې د مایعاتو بحران یا مسلې د خلکو د پیرودلو د ځواک د کمښت، د لومړنیو توکو د بیو د لوړېدو او د اړینو توکو پر وارداتو منفي اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وړاندوینه کوي، چې که اوسنی اقتصادي بحران همداسې دوام وکړي، د افغانستان نږدې ۹۷ سلنه وګړي به د فقر تر کرښې لاندې راشي. په ورته وخت کې له بېکارۍ او د بازار خرابېدو زرګونه کسان اړ کړي، چې د کار په لټه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته کډه شي.

طالب چارواکو په وار وار د افغانستان د اقتصادي بحران د حل په موخه د امریکا په بانکونو کې د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خلاصون غوښتنه کړې ده. د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، امریکا د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالره بهرنۍ شتمنۍ کنګل کړې او د بشري حقونو او امنیت په اړه د اندېښنو له امله یې له خوشې کولو ډډه کوي.

د بهرنیو اسعارو په بازارونو فشار د مرکزي بانک چارواکي دې ته وهڅول چې سراې شهزاده (د افغانستان د پیسو خدمت چمتو کونکي او د بهرنیو اسعارو پلورونکي) وتړي. تر څنګ یې په کابل، بلخ، هرات او نورو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو بازارونه د نامعلومې مودې لپاره تړل شوي، په داسې حال کې چې په کابل کې د انفرادي پیسو خدمت چمتو کوونکي په حقیقت کې نرخونو لوړېدو ته دوام ورکوي.

اوسنیو حالاتو ته په لیدو سره داسې ښکاري، چې د ډالر ارزښت په دوامداره توګه لوړېږي چې د توکو پر بیو او بالاخره په هېواد کې په بېوزلۍ مستقیمه اغېزه لري.

د نړیوالو مرستو په بندیدو او د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د زیرمو له کنګل کیدو، مافیا کړۍ، بهر ته د ډالرو قاچاق، ټولنیزو رسنیو اوازو او نورو ګڼو لاملونو... سره د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو تقاضا ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده. په اوسني کړکېچ او د ډالرو د ارزښت په لوړېدو کې ټولې خواوې ښکېلې دي. (د پیسو د خدمتونو وړاندې کوونکي، نړیواله ټولنه...)

ځینې نړیوالې مرستې اوس مهال په بانکي سیستم کې په نغدو پیسو تیریږي، چې د افغانستان له اوسني بحران سره د مبارزې یوه ښه لار ده. حتی متحده ایالات کولی شي د خپلو بهرنیو اسعارو ځینې زیرمې په بانکي سیسټم کې وسپاري.

د ملګرو ملتونو د ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال د مارچ تر پایه به ملګري ملتونه په اونۍ کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره افغان ولس ته نغدي مرسته ورکړي. پیسې به د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته لیږدول کیږي چیرې چې دوی به په نغدو یا د AIB له لارې په افغانستان کې د اړتیا وړ توکو پیرودلو لپاره وویشل شي.

او کیدای شي د نغده مرستې کولو دا اندازه لوړه شي او له مارچ وروسته هم دوام ومومي. افغانستان ته د نغدو پیسو د انتقال موخه د ډالرو په دوران کې ساتل او د مایعاتو د بحران مخنیوی دی. چې د مرستې دغه طریقه د ډالرو د ارزښت په کنټرول او د ملي اسعارو په ثبات کې مرسته کوي.

تر څنګ یې باید د افغانيو د ثبات لپاره د اوازو پر ځای پر حقايقو ولاړ تحليلونه او خبرونه خپاره شي، مرستندویه او نړيوالو مالي ادارو سره د افغانستان بانک کنگل شويو پيسو او نورو مرستو د جلب پلاوی او د افغان مشورتي متخصصینو بورډ جوړ شي، د ولس د ډاډمنتیا لپاره د افغانستان بانک د رهبرۍ پلاوي لخوا وخت په وخت اعلامیې خپرې شي او په راتلونکي مالي کال کې د مالیې وزارت لخوا د صکوکو صادرول، چې پايله کې به يې بازار کې د افغانيو حجم کم شي.