باختر خزانه  چېرته ده؟  آيا هغه خوندي ده؟

روهي (درې نۍ/۲۳ د لېندۍ)، تېر جمهوريت په وروستي کال داسې اندېښنې را پورته شوې چې ګواکي د افغانستان د ملي پانګې (باختر خزانې) ځينې برخې قاچاق او ورک شوې  دي؛ د وخت حکومت د خلکو د دغه اندېښنو د پای ته رسېدو په پار ولسمشرۍ ماڼۍ کې باختر خزانه نندارې ته وړاندې کړه.  

اوس مهال هېواد کې د نوي حکومت په راتګ سره د تېر په څېر د باختر خزانې په اړه د خلکو اندېښنې او پوښتنې راپورته شوي دي. پوښتنې دا دي چې اوسني وضعيت کې باختر خزانه افغانستان کې څه ډول ساتل کيږي او څومره خوندي ده؟ 

پر ټولنيزو رسنيو داسې ګنګوسي هم دي چې  د باختر خزانې ځينې برخې ايران کې لېدل شوې دي او هلته قاچاق شوې دي، خو د ملي موزيم  مسوولين د باختر خزانې د خونديتوب په اړه ډاډ ورکوي. د افغانستان د ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د باختر خزانې دقیق ځای ونه‌ښود، اما وایي دغه ملي پانګه په افغانستان کې دننه په یو خوندي ځای کې ساتل کېږي.

تر اوسه په رسمي ډول د ا.ا مسوولينو د باختر خزانې د ځای او ساتنې په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو څه وخت وړاندې د ا.ا وياند او د طااعاتو او کلتور وزارت معين ويلي وو، چې  د طاـلبانو حکومت ژمن دی چې د هېواد له تاریخي او لرغونو اثارو ساتنه وکړي.