روهي (يوه نۍ/د لېندۍ ۲۱مه)، د نړۍس په ډېری هېوادونو، هغه که پرمختللي دي او که د درېيمې نړۍ وروسته پاتې هېوادونه، ډېری ميرمنې په کې د خونديتوب احساس نه کوي او په ځانګړي ډول د شپې په تياره او هغه ځايونه کې چې د خلکو ګڼه - ګوڼه کمه وي.
تازه انګلستان کې د WalkSafe په نوم يو موبايل آپلېکشن جوړ شوی دی چې ترڅو ميرمنې او نجونې د شونو جنسي تيري او جنسي ځورونو څخه خوندي کړي. اوس مهال دغه موبايل آپ ډېر شهرت پيدا کړی دی او نړۍ په ځينو هېوادونو کې خلکو راښکته کړی يا ډونلوډ کړی دی.
دغه آپ په داسې بڼې جوړ شوی دی چې خلکو ته هغه لارې او سړکونو ښيي چې خوندي او ډاډه وي؛ د موبايل په دې آپ کې چې اوس مهال انګلستان کې فعال دی هغه سړکونه او لارې خطرناکې پېژندل شوې چې په وروستيو کې پرې جنايي او د زور - زياتي نورې پېښې ثبت شوې وي.
کله چې يو څوګ دغه موبايل آپ ولري نو د کورنۍ غړو، په خپله کارن او ملګرو ته يې د موقعيت ښوودنې ترڅنګ دا هم په ګوته کيږي، چې کارن په کوم ډول سيمه کې دی/ده؛ سيمه کې ګواښ څومره شتون لري او څه ډول بايد له هغه ځای څخه بهر او يا د مرستې لپاره ورشئ.
د دغه آپ جوړونکي ويلي، "موږ د میټروپولیټین پخوانیو پولیسو لوړ پوړي کشف کونکي لرو او د جرمونو شنونکي د دې مالوماتو له لارې کار کوي، او دا په هغو سيمو کې طبقه بندي کوي چې کاروونکي یې غواړي پوه شي او د جرمونو نمونو ته په کتلو سره، کاروونکي کولی شي د جرم ځایونه وپیژني او وکولی شي خوندي لارې پلان کړي."
د دغه موبايل آپلېکشن پر ځينو نورو برخو هم کار روان دی او مسوولين يې هيله لري چې را روان ۲۰۲۲ کال کې به يې پر ليکه کړي.
وروستي