ملي دفاع وزير د يوې غښتلې، ژمنې، رېښتنې او مسووليت لرونکې اردو د جوړولو امر کړی 

روهي (يوه نۍ، د لېندۍ۲۱مه)، ملي دفاع وزارت يوه شل کسيزه کمېټه ټاکلې ده، چې  د افغانستان د نوې اردو پر جوړولو به کار کوي. دغه کمېټې ته دنده سپارل شوې چې  د يوې غښتلې، ژمنې، رېښتنې او مسووليت لرونکې اردو لپاره طرحې وړاندې او کار پرې پيل کړي. 

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوي اردو به مجهزه وي، د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې به د اړتياوو اړوند په اسلامي بنسټ جوړيږي. 

د افغانستان د پوځ لوی درستيز وړاندې ويلي وو، چې دوی به نوې اردو کې د تېر نظام مسلکي، پاکو او هغه کسان چې په فساد نه دي ککړ هم ځای ورکړي. 

څه وخت وړاندې د افغانستان بهرنيو چارو وزير پاکستان ته د  خپل سفر پر مهال ويلي وو، چې د افغانستان نوې ارد به د پخوا په څېر ډېره لويه او پراخه نه وي، بلکې په دومره اندازې به وي، چې له افغان خاورې ساتنه وکړي. 

د افغانستان پخوانۍ ملي اردو د تېر حکومت په چپه کېدو سره له منځه لاړه، خو په لويه کې تجهيزات او وسلې يې ساتل شوې دي.