عمران خان: افغانستان کې د  اقتصادي او انساني ناورین اصلي لامل امريکا ده 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د لېندۍ)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې افغانستان کې د روان  اقتصادي او انساني ناورین اصلي لامل د امريکا هغه پرېکړه او بنديزونه دي چې په پايله کې يې د افغانستان ۹.۵ مېليارده امريکايي دالر پانګه کنګل شوې ده. 

عمران خان دا څرګندونې اسلام‌آباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې جوړه شوې ناستې ته  کړې  دي. عمران خان دې ناسته کې ويلي، پاکستان به د ټولو ۴۰ میلیونه افغانانو د مرستې لپاره هر ډول هڅې وکړي.

د پاکستان لومړي وزير وړاندې زياته کړې، د دې وخت دی چې امریکا د افغانستان نهه میلیارده کنګل شوې پانګه ازاده کړي او اجازه ورکړي، چې طالبان د پیسو نړیوال صندوق(IMF) سرچینو ته لاسرسی ولري.

د پاکستان لومړي وزیر دې ناسته کې دا هم ويلي دي چې سوله‌ییز افغانستان نه یوازې د پاکستان راتلونکي ته بلکې د سیمې هېوادونو ته چې د سوداګرۍ او اړیکو لیوالتیا لري، اړین دی.