احمد مسعود تاجکستان کې د بلاک واټر کمپنۍ له مشر سره کتلي 

روهي (درې نۍ/۱۶ د لېندۍ)، ايراني رسنيو ليکلي چې احمد مسعود د تاجسکتان پلازمېنه دوشنبې کې د جګړيزې بلاک واټر کمپنۍ له مشر اریک پرینس سره کتلي دي. 
ايران ټايمز  رسنۍ په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، چې د  احمد مسعود او اریک پرینس د لېدنې موخه څه وه. احمد مسعود له څو مياشتو راهيسې بهرنيانو پسې سر دی چې ملاتړ يې وکړي؛ پيسې او وسلې ورکړي. 

نوموړي چې پنجشېر کې د طاـلبانو پر وړاندې د مقاومت په نوم جبهه جوړه کړې وه؛ له څو ورځو جګړې  وروسته مات او له هېواد وتښتېد. د نوموړي پلار هم د مجاهدينو او کابل کې د کورنيو جګړو او بيا طاـلبانو پر وړاندې مقاومت نومي جګړه کې د روسيې، فرانسې او يو شمېر نورو هېوادونو څخه پيسې او وسلې تر لاسه کولې. 

بلاک واټر امريکايي شخصي کمپني ده چې د پيسو په بدل کې کرايي جګړې کوي؛ د دغه کمپنۍ جنګيالي په عراق او نورو اسلامي هېوادونو کې په پراخه جنګي جنايتونو او د ولسي مسلمانانو پر وژنې تورن دي. 

که څه هم اوس مهال د پنجشېر په شمول ټول هېواد کې د طاـلبانو واکمني ده او امنيتي وضعيت ارام دی، خو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم دغه جبهه پر فېسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو د خپل فعاليت وايي او تر يوه بريده يې د فېسبوکي جګړې فعاليت ښکاري.