واټس آپ (WhatsApp) کې درې  نوې ځانګړنې 

روهي (دوه نۍ، د لېندۍ ۱۵مه)، د بېټا شرکت اړوند د پيغامونو چټکې شبکې واټس آپ (WhatsApp) مسوولين وايي چې په نېږدې وخت کې به درې نوې ځانګړنې رامنځ ته کړي چې دې سره به د واټس آپ (WhatsApp) کارونه لا ډېره اسانه او کارونکو ته په زړه پورې شي. بيټا شرکت لاندې درې نوې ځانګړنې په نېږدې وخت کې وړاندې کوي. 

۱-  د پيغامونو د پاکولو لپاره د وخت ټاکل Time limit to delete messages: 
اوس وخت کې چې په واټس آپ (WhatsApp) يو پيغام ولېږل شي، نو که چېرې لېږونکی غواړي دا پيغام له منځه يوسي/ډېلېټ کړي، يوه ګړۍ، اته دقيقې او ۱۶ ثانيو دننه وخت کې دا کار کولی شي. له دې وخت ورسته به پيغام يوازې لېږونکي ته ډېلېټ شوی وي او نه شي کولی چې DELETE FOREVERYONE ځانګړنې څخه کار واخلي. نېږدې  وخت کې به واټس آپ (WhatsApp) دواړه خواوو ته د پيغام د له منځه وړلو وخت يا DELETE FOREVERYONE يوه اوونۍ او اته دقيقې کړي. 

۲- څوګ ستاسې د پروفايل انځور او وروستی ان لاين وخت کتلی شي  Privacy setting for Last Seen, profile photo: 
اوس وخت کې د واټس آپ (WhatsApp) کارن کولی شي چې د خپل پروفايل انځور او وروستۍ دننه کېدنې برخه کې له دېيو ټاکنو يوه غوره کړي؛ 
Everyone هر څوګ يې کتلی شي؛ 
 Nobody هېڅ کس يې نه شي کتلی؛
My Contacts يوازې هغه کسان چې شمېرې يې ما سره ثبت دي. 
نوې ځانګړنه کې به دا ټاکنه (Except) هم شتون ولري چې کسان مشخص کړی شي، چې څوګ يې بايد وګوري او څوګ نه. 

۳- په خپله خوښه سټېکر جوړل Sticker maker for WhatsApp: 
له دې وروسته به د واټس آپ (WhatsApp) کارن وکولی شي، چې واټس آپ (WhatsApp) کې د شته انځوريز - ليکونو يا سټېکرونو وراېخوا په خپلې خوښې سټېکر جوړ کړي او ګټه ورڅخه واخلي. د يادونې ده چې د غږيز پيغام د سرعت برخه کې هم واټس آپ (WhatsApp) کار کوي، هغه غږيز پيغامونه چې فارورډ کيږي يا د غږيز فايل په ډول لېږل کيږي، راتلونکي به يې تر دوه اېکس غږ ژر - ژر پلې کېدای شي.