بي بي سي انګلېسي سره د حامدکرزي مرکې مهم ټکي

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي بي بي سي انګلېسي سره په خپلې يوې تازه مرکې کې  په يو شمېر مسايلو خبرې کړې دي؛ کرزي ويلي  دي چې افغانستان يې کور او خاروه ده او  دا هېواد دوی پورې اړه لري. 

نوموړي له نوروش  افغانانو او سياسي څېرو هم غوښتي دي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، د هېواد جوړونې او سوکالۍ لپاره په ګډه کار وکړي. پخواني ولسمشر په دې ټېنګار کړی دی، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول بايد همدلته مېشت شي. 

نوموړي د بي بي سي خبريالې د د نجونو د زده کړو او ميرمنو د کار د پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې په دې اړه له طالب مشرانو سره خبرې شوې دي؛ طالبانو ويلي چې دا هر څه به کوي خو د کرزي په وينا چې زموږ غوښتنه ورڅخه دا ده چې دا هر څه اوس وکړي. 

حامد کرزي د دغه مرکې  په يوې بلې برخې کې د بيرغ په اړه ويلي او زياتوي چې طاـلبانو سره د ملي بيرغ په اړه بحث کړی او ناستې تر سره شوې دي. 

پخواني ولسمشر ويلي دي چې په تېر کې يې هم پر طالبانو د وروڼو غږ کړی او هغه وخت يې هم له طالبانو غوښتي وو، چې له نورو سره په ګډ کار وکړي او هېواد ته راستانه شي. 

نوموړي د امريکا په اړه ويلي دي چې د طالب په نوم جګړه کې يې افغانان ووژل، د افغانانو کلي او کارونه يې بمبار کړل؛ افغانانو ټول ځورېدلي دي او ټولو قرباني ورکړې ده. 

نوموړي د امريکا له حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې طالبان اوس د افغانستان واکي په لاس کې لري، دوی د افغانستان حکومت دی، اړيکې دې ور سره پراخه کړي او مرستې دې وکړي.