ايران په څېر پاکستان ته هم يو درس؛ افغاني غرور له مصلحتي سياستونو ډېر لوړ دی 

تېره ورځ هغه مهال چې  ايراني پوله ساتي ځواکونو د تېر په څېر، پر افغان خاورې د بې څښتنه خاورې په فکر سره په غرور او تکبر وړاندې تګ راوکړ، له داسې  غبرګون سره مخ شول چې سلګونه متره يې د خپلې  خاورې دننه منډې وکړې او پر شا تګ يې تهران کې ايراني اخوندان وغږېدل. په تېرو ۴۰ کالونو کې چې د افغانستان وجود د همدې  خپلو ګاونډيلو او د نړۍ سترو هېوادونو له خوا ټپي شوی دی، ايران هېڅ د ملهم او درملو پټۍ نه ده اېښې؛ هر وخت يې هڅه دا وه چې افغانستان داسې کمزوری هېواد کړي چې له فرهنګي نفوذ يې نېولې، بيا تر پوځي او اقتصادي اغېز په کې ژور لاس ولري. 

که ډېر تېر څخه تېر شو، په دې تېر جمهوريت کې، ايراني  پوځيانو افغان کډوال په اور وسوځول، لسګونه يې سيند ته واچول او غرق شول، پر پوله يې افغان کډوال فزيکي ووهل او نورې سپکې - سپورې يې ورته وويلې. د پردې تر شا ايران په افغانستان کې  د لطيف پدرام، محقق، خليلي، حفيظ منصور او نورو په څېر پردي پالي لري، چې د واحد افغانستان د وېشنې او فدرالي کېدو پروژې ورکړه شوې دي. پوهنتون/دانشګاه؛ هغه کلمه چې ډېری وروڼه افغانان سره پرې دښمن شول او افغانستان کې قومي تعصب ته پرې کار وشو، د ايران هڅې او د ايران سياست وو. که هر څومره پلټنه او څېړنه وشي، نو ايران کې به داسې يو ټکي پيدا نه شي چې افغانستان سره د اسلاميت او يا هم انسانيت پر اساس پرې خواږی وي. 

ايران په دې هڅه کې دی چې سيمه او په ځانګړي ډول منځني ختيځ کې ځان زبرځواک کړي، د سعودي عربستان او اسرائيلو پر وړاندې منطقه او بيا د امريکا په څېر هېوادونو پر وړاندې نړيوال سنګر ولري. دغه موخو لپاره ايران د عراق، سوريې او افغانستان په څېر هېوادونو، چې په جګړې کې دي، ګټه اخلي. ايران کې افغان  کډوال او يا هم افغانستان سره د ايران سترې او وړې مرستې  او همکارۍ، ټول شيطاني سياست دی، يا پرې فاطميون لښکر جوړوي او يا هم افغانستان کې پرې خپل جاسوسان غښتلي کوي. 

افغانان په رېښتنې مانا له جګړې ستړي دي او د سولې چيغې وهي؛ له جګړې د افغانانو ستړيا په دې مانا ده چې ورور افغان دې، نور د بل افغان پر وړاندې جګړه نه کوي. د جګړې ستړيا پر دې مانا چې افغانستان د سيمې کوم بل هېواد په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه کوي او نه هم دې برخه کې لېواليتا لري. نړۍ او سيمې ته د افغانستان د عذر لمن دا ده، چې مه مې  پر کار لره او نه دې هم پر کار کار لړم؛ د يو خپلواک، واحد او ګاونډ افغانستان په توګه را سره اړيکه ساته او اړيکې در سره پالم. 

نيمروز ولايت کې د افغان او ايراني پوله ساتي ځواکونو ترمنځ نښته کې، افغان ولس له خپلو ځواکونو څخه د ملاتړ ناره پورته کړه؛ پښتون، تاجک، ازبک او هزاره، پر ټولنيزو  رسنيو پر يو غږ د ايران پر وړاندې د افغان ځواکونو دريځ وستايو او هغه ارمان يې پوره شو، چې تېر جمهوريت کې به حکومت پر افغان وژنې د تسليت فېسبوکي پيغام خپور کړ او په همدې سره به مسله خلاصه شوه. 

لکه څه ډول مو چې وړاندې يادونه وکړه، جګړه که چېرې د افغانانو ترمنځ وي او يا د سيمې هېوادونو سره؛ جګړه - جګړه ده او افغانانو ته په کې ګټه نه رسيږي. خو ځينې جګړې د ملي غرور او عزت په پار وي؛ هغه جګړه د هېواد  خپلواکۍ، له خاورې د ساتنې او د ولس د دفاع په پار وي. دې ډول جګړې کې وژل کېدل او ژوندي پاتې کېدل دواړه غرور او وياړ دی. د تېرې ورځې جګړې سره به ايراني پوله ساتي ځواکونو ته يو وړوکی درس رسېدلی وي، چې اړو افغان کډوالو سره لږ تر لږه انساني چلند وکړي او هغه وهل ټکول، سپکې - سپورې يې چې په تېرو شلو کالونو کې کولې، ښايي نور يې حوصله نه اوسي. 

د ايران په څېر يو وړوکی درس پاکستان ته هم په کار دی. پاکستان هم څو ځعلې پر کونړ توغندي ووېشتل او پرته له دوه اړخيز تفاهم يې پر ډيورڼد نه منل شوې کرښې کټارې او اغز تارونه کش کړل؛ په تېرو شلو کالونو کې پاکستان په ننګرهار، خوست، کونړ، کندهار او نورو سويلي ولايتونو کې افغان خاورې ته وړاندې تګونه کړي، د وخت مصلحتي حکومتونه پرې چوپ وو، خو غيور ولس يې پر تش مخې ته درېدلی. د ايران سره پرونۍ وړوکي نښته پاکستان ته هم يو خبرداری دی، ګه چېرې يې بيا د افغانستان پر خاورې د بې څښتانه خاورې ګمان وکړ، نو له سخت برخليک سره به مخ شي. د سيمې هېوادونه بايد دا درک کړي، چې مصلحتي او د ګټو له سياستونو د افغانانو غرور او سرښېندنه څو ځلې  لوړه او اوچته ده.