ملګرو ملتونو طاـلبانو ته په دې سازمان کې څوکۍ ورنه کړه؛ د طاـلبانو غبرګون څه دی؟ 

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د باور ورکونې کمېټې ناسته وکړه او بحث کې دوه مسايل؛ د افغانستان او مينامار نويو حکومتونو ته په عمومي اسمبلۍ کې  د څوکۍ ورکول وو. 

د ملګرو ملتونو يادې کمېټې په يو نهه کسيز پلاوي کې دا پرېکړه وکړه چې تر يو وخت پورې به دغه څوکۍ ځنډېدلې وي او بيا به پرې له سره کتنه کېږي. 

د ملګرو ملتونو دغه پرېکړې ته د افغانستان بهرنيو چارو  وزارت غبرګون ښوودلی او دا پرېکړه يې د افغانستان ولس او حکومت په برخه کې  تېری بللی دی. 

ا.ا ويلي دي چې افغانستان اوس کې د يو دولت په توګه ټول شرطونه پوره کړي دي او ملګرو ملتونو سازمان کې يې دغه څوکي خپل حق کيږي او هيله يې ښوودلې ده چې نړيواله ټولنه بيا په دې اړه غور وکړي.