نيمروز کې د افغان او ايراني ځواکونو ترمنځ د نننۍ نښتې وروستي مالومات او د ايران غبرګون 

روهي (د لېندۍ لسمه)، د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ نن ماذديګر د نيمروز کنګ ولسوالۍ په شغالک نومي سيمه کې د افغان او ايراني ځواکونو ترمنځ نشته شوې. ويل شوي چې طاـلبان توانېدلي دي ايراني سرتيري چې افغان خاورې ته را دننه شوي وو، سلګونه متره د ايران خاورې دننه په منډه کړي. 

که څه هم ايراني رسنيو او چارواکو د افغان ځواکونو له خوا د ايراني پوځيانو د يوې پوستې نېول رد کړي دي، خو ويل کيږي، چې طالب ځواکونو ايرانۍ پوسته نېولې وه. 

پر ټولنيزو رسنيو يوه خپره شوي وېډيو کې چې عيني شاهدان په بلوڅي ژبه خبرې کوي وايي، چې طاـلبانو له ايراني سرتيرو سياه چم او دوست محمد پوستې نېولې دي. 

پر ټولينزو رسنيو نورو وېډيوګانو کې ښکاري چې ايراني پوځيان درنې وسلې استعمالوي او همدا ډول افغان ځواکونو  سره ارپي جې راکټ او نورې وسلې ور سره دي. 

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د پېښې پخلی کړی دی او ويلي دي چې نښته د ناپوهېدنې له امله شوې وه، چې وروسته د خبرو له لارې حل شوې او اوس وضعيت ارام دی. 

د ايران بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده په دې اړه ويلي،  "نن ماښام د سیستان په سرحدي سیمه کې د افغانستان نيمروز ولايت سره نېږدې شخړه او  ډزې شوې، چې وروسته د  دواړو غاړو د سرحدي ساتونکو په همغږۍ سره پای ته ورسیده." 

تر اوسه افغان حکومت په دې اړه مالومات نه دي ورکړي او نښتې لامل هم نه څرګند شوی.