کډوالو وزير: هېچاته د افغانستان د تجزيې اجازه نشته

د ا.ا د ګډوالو او بېرته  راستنېدونکو چارسمبال وزير وايي  چې افغانستان يو متحد دی او څوګ دې دا خوبونه نه ويني، چې افغانستان به تجزيه کړي. نوموړي دغه څرګندونې بدخشان ولايت ته د خپل  سفر پر مهال کړې دي. 

خليل  حقاني پر يو واحد افغانستان ټېنګار کړی او ويلي دې چې افغانستان د تجزيې مساله له فکر هم لېرې ده او اوس وخت کې به  اسلامي امارت چاته اجازه ورنه کړي چې داسې مسايلو ته لمن ووهي. 

حقاني بدخشان ولايت کې له شته مسولينو او طالبانو غوښتي دي چې د صحرايي  محکومو او په خپل سر د خلکو نېونې او ځورونې دې نه کوي. نوموړي عام ولس سره پر ښې رويې او سلوک ټېنګار کړی. 

نوموړي د خپلو خبرو يوې بلې برخې کې ويلي دي چې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن شتون نه لري او هغوی چې دا ډول مسايلو راپورته کوي او ورته لمن وهي، افغان دښمنه کړۍ دي. 

خليل رحمان حقاني وايي چې د دوی شل کلنه مبارزه په  دې پار وه چې افغانستان کې اسلامي حکومت او امنيت راشي او فساد له منځه لاړ شي، ترڅو افغانان په سوکالۍ او ارامۍ کې ژوند وکړي.