نجیب میقاتي دلبنان لومړی وزیر شو

 
یوه اونۍ وړاندې په لبنان کې دسعد الحریري هغه مهال ړنګ شو ،چې دحزب الله 11 تنه وزیرانو لومړي وزیر ته ډله ییزه استعفا وړاندې کړه .
له دې استعفا وروسته په لبنان کې سیاسي حالت ترینګلې شو دسورېې ، قطر او ترکېې په منځګړتوب دجوړجاړي لپاره هڅې وشوې ،چې ځای ېې ونیوه .
هرې ډلې دلومړي وزیر څوکۍ لپاره خپل کاندید وړاندې کړ په دې کې جنجالي څیره دحزب الله کاندید نجیب میقاتي و ،چې داسراېېلو په ګډون ېې د ډېرو اندېښنې راوپارولې خو نن دلبنان پارلمان میقاتي ته د باور رایه ورکړه .
دده له ټاکنې سره سم په بیروت او دلبنان په نورو سیمو کې دسعدالحریري پلویانو لارې بندې کړې ،چې مشهوره هغه دبېروت دنړیوال ډګر او دولسمشر دماڼۍ ترمنځ ده . اوسمهال په پلازمینه او نورو سیو کې پوځ ځای په ځای شوې دی .