لوګر کې د پاسپورټ پر سر د طاـلبانو خپل منځي نښته کې دوه تنه وژل شوي

روهي (يوه نۍ/۷ د لېندې)، له لوګر ولايت راپورونه وايي چې دې ولايت کې نن غرمه د پاسپورټ په امريت کې د طالبانو ترمنځ په خپل منځي نښته کې دوه تنه وسله وال طاـلبان وژل شوي او پنځه ولسي وګړي ټپيان شوي دي. 

د راپورونو پر اساس نښته هغه وخت شوې ده، چې يوې ډلې طاـلبانو غوښتل پاسپورټ کې نوبت مخکې کړي خو هلته د شته نورو امنيتي کسانو له خوا يې مخه نېول شوې؛ پايله کې نښته شوې، چې پورته مرګ - ژوبله يې اړولې ده. 

عيني شاهدانو ويلي دي چې لومړۍ د ښکېلو کسانو ترمنځ لفظي شخړه وشوه چې وروسته پر وسله والې شخړې واوښته؛ تر اوسه د لوګر ولايتي امنيتي  مسوولينو په دې اړه مالومات نه دي ورکړي. 

د لوګر په شمول د هېواد په لسو ولايتونو کې د پاسپورټ د وېش بهير تېره اوونۍ پيل شوی او راپورونه دا دي، چې هلته د خلکو ګڼه - ګوڼه بې کچې ډېره ده.