چارواکي: د افغانستان په ختيځ کې 20 تنه وسله وال وژل شوي دي

د افغانستان د پوليسو چارواکي وايي ، چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار او کونړ وﻻيتونو کې يې د عملياتو پر مهال شل تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
د ننګرهار وﻻيت د پوليسو قوماندان عليشاه پکتياوال وايي، چې د ننګرهار وﻻيت د خوګياڼيو په ولسوالۍ کې يې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې 13 تنه وژل شوي.
د کونړ وﻻيت امنيتي چارواکي وايي، چې ددغه وﻻيت د سرکاڼو په ولسوالۍ کې يې د 7 تنه وسله وال وژلي دي.