حکمتيار: پخوانۍ اردو غلامه او د ناټو په چوپړ کې وه

د افغانستان اسلامي  ګوند مشر ګلبدين حکمتيار وايي چې اوس وخت کې د اردو يا پوځ د ستروالي او کوچنيوالي مساله ډېره د بحث وړ نه ده، خو مهمه مساله دا ده چې پوځ د هېواد د خپلواکۍ ساتنه وکړه. 

حکمتيار وايي چې پخوانۍ اردو د امريکا او ناټو په لاس کې وه، د دوی په اشاره يې هر څه کول؛ نه يې د هېواد له خپلواکۍ ساتنه وکړه، نه يې د افغانستان پولې خوندي کړي، نه يې هوايي حريم وساتلو؛ د امريکا او ناټو ويل وو او د هغې تېر نظام  او  اردو منل وو. 

د حزب اسلامي مشر ويلي دي چې  پخوانۍ اردو ته امريکا او ناټو د کال درې  مېليارده ډالر ورکول او د امريکا او ناټو په خوښه يې کارونه کول او هغوی يعني امريکايي يرغلګرو روزنه ورکوله. 

ګلبدين حکمتيار دا هم ويلي دي چې افغانستان بايد هغه هېوادونو ته د دفترونو د  پرانېستلو اجازه ورنه کړي، چې د افغانانو وژنه يې کړې ده؛ بهرني هېوادونه بايد هغه وخت افغانستان کې فعاليت ولري، چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسميت وپېژني.