د

د روسیې نوې وسله چې د "ستوري جنګیالي" په نوم یادیږي، لویدیځ اندیښمن کړي ځکه چې دا کولی شي د ځمکې څخه تر ۸۰۰ کیلومترو پورې د مدار څخه بهر سپوږمکۍ وغورځوي.

 مسکو کې د ستراتیژیو او ټیکنالوژیو د تحلیل مرکز په وینا، دا توغندی د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰ ترمنځ نهه ځله ازمویل شوي او مخکې له دې چې د نومبر په ۱۵مه يې وروستۍ ازموينه د سپوږمکۍ د ویجاړولو په موخه تر سره شوه. 

روسيي چارواکو ويلي دي چې که چېرې ناټو زموږ تر سرو کرښو را نېږدې شي، نو ناټو به په یو وخت کې  خپل ۳۲ GPS سپوږمکۍ له لاسه ورکړي. 

 د "ستار جنګیالي" په نوم د توغنديز سیسټم  په اړه ويل کيږي، چې په وروستي نسخه/بڼه کې به يې   اټومي او  کاینټیک سرګولولې هم وکارول شي. 

د روسيي چارواکو په وينا، روسیه د خپل  امنیت تضمین ته اړتیا لري، او د دې لپاره چې د احتمالي پارونې احتمال له منځه یوسي نو  په پراخه پیمانه پوځي نښتو ته د رسیدو توان لري. دوی وايي چې موږ به په روښانه او دوامداره توګه خپلې سرې  کرښې مهمې ګڼو. 

دغه روسۍ نوې ټېکنالوژۍ ته په غبرګون کې لوېدیځو چارواکو  ويلي، د روسیې د وسلو ازمایښت "بې پروا" کړنه ده او په دوام يې فضا  بې نظمه کيږي.