خليلزاد: که د افغانستان اقتصاد سقوط شي، نظام  هم سقوطيږي

روهي (څلور نۍ/د لېندۍ ۳مه)، زلمي خلیلزاد له CNN سره په تازه مرکه کې ویلي، چې که د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي، نو نظام به یې هم له منځه ولاړ شي؛ دی ټېنګار کوي چې د افغانستان د اقتصادي نظام له منځه تلو بايد مخه ونېول شي. 

نوموړی د امريکا، نړيوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړيکو او تعامل په اړه وايي چې طالبان د غوښتنې لري او امریکا او نړیواله ټولنه هم خپلې غوښتنې لري؛ زما په اند، د طالبانو لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې د دوحې له تړون سره سم عمل وکړي.

خلیلزاد زیاته کړې "زه فکر کوم چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره باید د طالبانو، نړیوالې ټولنې او  امریکا متحدو ایالتونو  په شمول، ټول اړخونه له یو بل سره خبرې وکړي، تر څو د سولې د ټینګښت لپاره شرایط برابر شي؛ د دوحې تړون دې پلی شي."

خليلزاد چې څه وخت وړاندې يې افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي له دندې استعفا ورکړه، پر نيوکې دا دي چې په خپله ماموريت کې ناکام وو  او تېروتنې يې درلودې.